ملګرو ملتو د کشمیر د لانجې په هواري ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85045-ملګرو_ملتو_د_کشمیر_د_لانجې_په_هواري_ټینګار_وکړ
د ملګرو ملتو عمومي منشي د هند او پاکستان ترمینځ د کشمیر د لانجې د هواري په ضرورت باندې ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 05, 2019 14:11 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتو د کشمیر د لانجې په هواري ټینګار وکړ

د ملګرو ملتو عمومي منشي د هند او پاکستان ترمینځ د کشمیر د لانجې د هواري په ضرورت باندې ټینګار وکړ.

د پاکستان ای، پي، پي خبري آژانس لیکلې دي چې د ملګرو ملتو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک پرون وویل چې انټونیو ګوتریش د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د حالاتو له سختیدو د اندیښنې په ښودلو سره د دغه کړکیچ د هواري په لړ کښې د نوې ډیلي او اسلام آباد ترمینځ د خبرواترو د بیا پيلیدو غوښتنه وکړه.

دوجاریک په کشمیر کښې د انساني حالاتو د خرابوالي په هکله هم زیاته کړه چې د دغې سیمې د حالاتو په هکله د ملګرو ملتو د سرمنشي ګوتریش دریځ نه دی بدل شوی او هغه د کشمیر د خلکو د بشري حقوقو په وضعیت باندې په سمدستي غور کیدو ټینګار لري.

یاده دې وي چې د هندوستان حکومت په دې وروستیو کښې تر خپل کنټرول لاندې کشمیر ته د ۱ لاک ۸۰ زره تازه پوځیانو په ورلیږلو سره په دغې سیمې کښې د خپلو ځواکونو شمیر یو میلیون او اتیاؤ زرو ته ورسوه.