ورځپاڼو ته کتنه ۱۸-۷-۹۸
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85140-ورځپاڼو_ته_کتنه_۱۸_۷_۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2019 09:32 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۸-۷-۹۸

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

د تهران چاپ تقريباً ټولوورځپاڼو د اسلامي انقلاب د معظم  رهبر وېناوې راخېستې دي.

په سر کښې به هم جمهوري اسلامي ورځپاڼه راواخلو چې د معظم رهبر آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي له قوله يې وليکل:پوهه ځوانان د ايران د تن ټوټه دي پکار دي د دغو پوهانو ستونزې هوارې کړې شي.  

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په امام خميني (رح) نومې امامباړه کښې د ايران د سائنس او ټېکنالوجۍ د شرکتونو د نندارتون په کتنه کښې له تيلي اقتصادو او د هغو له کلتوري عوارضو څخه په تېرېدو تاکيد وکړ.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر له تيلي اقتصادو او د هغو له کلتوري عوارضو څخه په تېرېدو باندې په تاکيد سره وفرمايل، په ننني نندارتو کښې د ځوانانو يوه ګيله دا وه چې ځينې کسان په حکومتي ادارو کښې د هغوي هم هغه لاسته راوړنې يا توليدات له بهر څخه راغواړي چې دا چاره د تيلي اقتصادو د کلتور نتيجه ده او پکار دي دغه غلط نظر اصلاح کړے شي. حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر د سائنس او ټېکنالوجۍ مرستيال ته په خطاب کښې وفرمايل، پکار دي اجازه ورنه کړې شي چې د  فعالوځوانانو مخې ته دا ډول خنډونه پېدا کړې شي، هر څومره چې کېدې شي په دې لړ کښې  کوشش وشي ، زۀ به هم هرڅومره چې کيږي په دې لړ کښې مرسته وکړم.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر همدارنګ له ماهرينو او محقيقنو او د نندارتون له کارکونکو څخه قدرونه وکړه.

----------

د تهران چاپ ايران ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزير په حوالې سره وليکل: د ايراني ولس په خلاف  د امريکې اقدامات جنګي اقدامات دي.

د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د ایران د خلقو په خلاف د امریکې اقدامات جنګي اقدامات وبلل او وې ویل چی امریکه د ایران په خلاف په اقتصادی جنګ کښې عامه ولس خپل اصلي هدف ګرځولې دے.

ظریف  پرون په تهران کښې نړیوال اقتصاد او بایکاټونه تر عنوان لاندې په نړیوال کانفرنس کښې زیاته کړه اقتصادي او مالي جنګي اوزار یا په جنګي عامل د ډالرو او اقتصادو بدلیدل په نړیوالو ادبیاتو کښې په دودې اصطلاح بدل شوي دي .

ظریف همدارنګ د ایران د مرکزی بېنک د بیا بائيکاټ په اړه هم وویل د امریکې لخوا د ایران د مرکزي بېنک بائيکاټ  په هرشکل غیر قانوني دے ځکه چی د دغه بائیکاټ په بنياد مرکزی بېنک د ایران د اقتصادو د اوزار په توګه اجازه نه لري چی د ایرانی ولس لپاره درمل او خوراک واخلي.

ظریف زیاته کړه امریکه له مالی اوزارونو د ایران ، چین ، روسیې ، کیوبا او وینزویلا په شان په خپلواکه هیوادونو د دباو د راوړلو لپاره استفاده کوي .

-------

د تهران يوې بلې اطلاعات نومې ورځپانې په خپل يو خبر کښې وليکل: د سوریې په خاوره د ترکیې فوځی تیرے له پراخو نړیوالو غبرګونو سره مخامخ شوے دے.

د ورځپانې د ليکنې له مخې د جرمنی خارجه وزیر هایکو ماس د سوریې په شمال  کښې د ترکیې دفوځی عملیاتو په سختۍ سره غندلو ترڅنګه د دغو بریدونو د سمدستی بندیدو غوښتنه وکړه .

فرانسې هم  د دغې حملې په غندلو سره د ملګروملتو د امنیت شورا د غونډې د جوړیدو غوښتنه وکړه .

بریتانیې هم دسوریې په شمال د ترکیې په حمله د غور لپاره د ملګروملتو د امنیت شورا د غونډې د ترسره کیدو مطالبه وکړه .

ورځپاڼه زياتوي: د هالینډ حکومت هم دسوریې د کردانو په خلاف د ترکیې په فوځی عملیاتو اعتراض کښې د ترکیې سفیر احضار کړ .

--------

د تهران کېهان ورځپاڼې بيا وليکل: د لبنان د حزب الله د اجرایی شورا نائب رئیس «شیخ علی دعموش » دسوریې د کردانو په یوازې پریښودلو کښې د امریکې اقدام ته په اشارې سره وویل د لبنان ځینې خواوې چې په امریک یې تکيه کړې ده پکار دي له دغې موضوع عبرت او درس واخلي.

د ورځپاڼې له مخې دعموش ټینګار وکړ دسوریې له ختیځ او شمال څخه د امریکې شاتګ په سوریې کښې د امریکې د پروژې په ماتې خوړلو عملی اعتراف دے او ولسمشر ټرمپ او پخوانیو ولسمشرانو د صهیونیسټ رژیم د ملاتړ لپاره په سیمه کښې زیات جنګونه رامینځته کړل او  هغه وخت چې ونه توانیدل خپلو هدفونو ته ورسیږي نو د جنګ په چټي والي  یې اعتراف وکړ.

------

د تهران يوې بلې ورځپاڼې رسالت وليکل: د امريکې ترهه ګرو ځواکونو په هوائي بريد کښې نهه دېرش عامه خلق ووژل. ورځپاڼه زياتوي: په افغانستان کښې د ملګروملتونو د نمائندګۍ دفتر یوناما د دغه هیواد په لویدیځ کښې د امریکې د ترهه ګر پوځیانو په هوایی برید کښې د نهودیرشوعامه افغانانو وژله تائید کړه .

په افغانستان کښې  د امریکې د عسکرو قومندنۍ څه موده مخکې ادعا وکړه چې په فراه ولایت کښې یې په طالبانو باندې برید کړے خو د ملګروملتو دنمائندګۍ دفتر یوناما د څیړنونتائجو وښودله چې په دغه برید کښې د څوارلسو (۱۴) ښځو او ماشومانو په شمول نهه دیرش عامه وګړي وژل شوی دي.

-------

اوس هم د پاکستان چاپ ورځپاڼو ته لاس کوو چې په سر کښې يې جنګ ورځپاڼه په خپله شه سرخۍ کښې ليکي: چين د سي پيک منصوبې پراخولو ته چمتو شو. د ورځپاڼې له مخې د چين ولسمشر د پاکستان له وزيراعظم عمران خان سره په ګډه اخباري ناسته کښې اعلان وکړ چې هېواد يې  د چين او پاکستان ترمېنځ د سي پېک منصوبې پراخولوته چمتو دے او پکښې نوي پروګرامونو شاملول غواړي. هغه په دې لړ کښې له پاکستان سره د هر ډول مرستو کولو اعلان هم وکړ.

ورځپاڼې وليکل، په اسلام آباد کښې د پاکستان د سوداګرو لخوا اعتصاب او مظاهرې دوام لري او اعلان يې کړے دے چې نه به شناختي کرډونه ورکړي او نه رجسټرېشن وکړي.

د ورځپاڼې په بارو سودګرو اعلان کړے دے چې تر څو د هغوي غوښتنې نه وي پوره شوې هړتال او مظاهروته به دوام ورکړي. ورځپاڼې زياته کړه د مظاهرينو د تيت پرک کولو لپاره د دغه هېواد امنيتي ځواکونو سوداګر مظاهرين په ډنډو سره ووهل او اوښکې بيونکي ګېسونه پرې پرېښود چې له امله ګڼ شمېر سوداګر ژوبل شول.

----------

د اسلام آباد چاپ دنيا ورځپاڼې بيا ولیکل، د پاکستان د جمعيت علمای اسلام فضل څانګې مشر فضل الرحمان وويل، د دغه هېواد د حکومت په خلاف د ازادۍ لاريون به د روان اکتوبر د مياشتې په يويشتمه اسلام آباد ته داخليږي او د عمران خان حکومت تر نسکورېدو پورې به خپلې پرلت غزونې ته دوام ورکړي. د ورځپاڼې له مخې له بلې خوا د دغه هېواد د کورنيو چارو وزيز اعجاز شاه ويلي دي چې د فضل الرحمن لخوا د آزادۍ لاريون د هغه د ځان وژنې په معنا دے. هغه هیله څرګنده کړه چې فضل الرحمان به له ځان وژنې څخه د ژغورنې لپاره د اسلام آباد په لور لاريون ونه کړي.
ورځپاڼې د افغان رسنيو له قوله وليکل: د دغه هېواد د انتخاباتو کمېشن وويل، د اکتوبر تر نولسمې نېټې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتائجو اعلانول امکان نه لري. ځکه چې د بايومېټرک سېسټم د رايو د شمېرنې چلند ډېر سست دے او تر اعلان شوې نېټې پورې نتائج نه شي اعلانېدې.

په خبر کښې راغلي دي چې د افغانستان د مبصرينو ډلې اندېښنه څرګنده کړې ده چې د محمد اشرف غني انتخاباتي ټيم هغوي ته د قتل ګواښونه ورکوي. په خبر کښې د دغې ډلې د مشر نعيم ايوب زاده له قوله ليکلي دي چې د اشرف غني ټيم خپله هغه ته د قتل ګواښ کړے دے او هغه ډېر په تشويش کښې دے. هغه د سيکورټي د نيشتوالي ګيله هم کړې ده خو له بلې خوا د اشرف غني انتخاباتي ټيم د دغې ډلې ادعا ګانې رد کړي دي.

-----------

ګرانو دوستانو نن د کابل چاپ ورځپاڼو د تعطيل په وجه دغه د دغو ورځپاڼو خبرونه نه لرو. چې معذرت غواړي.

---