دسوریې پوځیان عین العرب ښار ته ننوتل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85287-دسوریې_پوځیان_عین_العرب_ښار_ته_ننوتل
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې پوځ پرون مازیګر ددغه هیواد په حلب ولایت کښې عین العرب (کوبانی ) ښار ته ورننوت .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 17, 2019 01:22 Asia/Kabul
  • ترکیې په تیرو دریو (۳) کلونو کښې په ځلونو د سوریې په خاوري پوځي تیري کړي دي .
    ترکیې په تیرو دریو (۳) کلونو کښې په ځلونو د سوریې په خاوري پوځي تیري کړي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې پوځ پرون مازیګر ددغه هیواد په حلب ولایت کښې عین العرب (کوبانی ) ښار ته ورننوت .

د سوریې پوځیان د دغه هیواد له کردانو(Kurds) سره د دمشق د حکومت د ترسره شوی موافقې پراساس عین العرب ښار ته ورننوتلی دی .

د سوریې په شمال دترکیې د پوځ له حملې وروسته د سوریې کرد ډیموکراټیکو ځواکونو (قسد) د دمشق له حکومته وغوښتل د شمالی سیمو کنټرول په لاس کښې واخلی او د ترکیې دحملو په وړاندې ددغو سیمو ساتنه وکړی .

د سوریې له کردانو سره د مرکزی حکومت د موافقې پراساس به حکومتی عسکر د هیواد په شمال کښې دټولو سرحدی سیمو کنټرول په لاس کښې واخلی .

د سوریې د کردانو د کورواکه سیمې ادارې جوته  کړی ده د ترکیې له پوځی تیریو سره د مقابلې لپاره د سوریې کردانو له مرکزی حکومت سره چې دنده یې د سرحدونو او د ځکمنۍ بشپړتیا ساتل دی موافقه کړی ده .

ترکیې څو ورځې مخکې دامریکا په شین څراغ او اجازې سره  د سوریې دشمالی سیمو پرضد عملیات پیل کړی چې په ترڅ کښې یې دوه سوه اویا (۲۷۰)کسان وژل شوی دی .

ترکیې په تیرو دریو (۳) کلونو کښې په ځلونو د سوریې په خاوری پوځی تیری کړی دی .