د ایران او عراق پیوستون نړیوال استکبار سوځوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85347-د_ایران_او_عراق_پیوستون_نړیوال_استکبار_سوځوي
جنرال سلامي: ایران د عراقي وروڼو ترڅنګ دی او دا هغه تاودوخه ده چې د امام حسین علیه السلام مینه والو رامینځته کړې ده او نړیوال استکبار ویلې کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 20, 2019 04:14 Asia/Kabul
  • د ایران او عراق پیوستون نړیوال استکبار سوځوي

جنرال سلامي: ایران د عراقي وروڼو ترڅنګ دی او دا هغه تاودوخه ده چې د امام حسین علیه السلام مینه والو رامینځته کړې ده او نړیوال استکبار ویلې کوي.

د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لشکر لوې قومندان د ایران او عراق د دواړو هیوادونو یووالي او پیوستون ته په اشارې سره څرګنده کړه: ایران د عراقي وروڼو ترڅنګ دی او دا هغه تاودوخه ده چې د امام حسین علیه السلام مینه والو رامینځته کړې ده او نړیوال استکبار ویلې کوي.

سردار حسین سلامي پرون په تهران کښې د حسیني اربعین د پاتې کسانو په لاریون کښې، د حسیني اربعین زیارتوالو ته د عراقي موکبونو خدمت ته په اشارې سره وویل: د عراق خلکو خپله پوره مینه، عشق او میلمستیا وښودله.

هغه زیاته کړه: اربعین هغه ورځ ده چې د الهي عشق او مینې ټول ستر سیندونه د امام حسین علیه السلام په لور بهیږي او ښودنه کوي چې امام حسین علیه السلام هغه جاري حقیقت دی چې د زمان له حدودو او پولو اوښتې دي او ټول مشتاق زړونه یې ځان ته اړولې دي.