د سوریې پوځیان السکری او تل ذیاب کلیو ته ورغلل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85519-د_سوریې_پوځیان_السکری_او_تل_ذیاب_کلیو_ته_ورغلل
پارس ټوډې سایټ راپور ورکړ د سوریې عسکر ددغه هیواد په شمال ختیځ کښې په حسکه ولایت کښې د خپلو پرمختګونو په دوام کښې بیګا « السکری» او «تل ذیاب» کلیو ته ورننوتل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2019 01:30 Asia/Kabul
  • ترکیې  د اکتوبر دمیاشتې په نهمه(۹) نیټه د امریکا په اجازې سره تر اتو (۸)ورځو پورې د سوریې په شمالي سیمو بریدونه وکړل .
    ترکیې د اکتوبر دمیاشتې په نهمه(۹) نیټه د امریکا په اجازې سره تر اتو (۸)ورځو پورې د سوریې په شمالي سیمو بریدونه وکړل .

پارس ټوډې سایټ راپور ورکړ د سوریې عسکر ددغه هیواد په شمال ختیځ کښې په حسکه ولایت کښې د خپلو پرمختګونو په دوام کښې بیګا « السکری» او «تل ذیاب» کلیو ته ورننوتل .

د السکری او د تل ذیاب کلیو خلکو د سوریې د  حکومتی عسکرو پراخ هرکلی وکړ .

د سوریې پوځ پرون سهار توانیدلی وو په حسکه ولایت کښې د «راس العین» په جنوب کښې  په ام حرمله ، باب الخیر  ، ام عشبه او الاسدیه کلیو کښې خپل موقعیت تثبیت کړی .

حسکه ولایت ته د سوریې د عسکرو ورننوتل ددغه هیواد له کردانو سره د دمشق د حکومت ترمینځ د  شوی موافقې پراساس ترسره شوی دی .

د سوریې په شمال  باندې د ترکیې د پوځ له حملې وورسته ددغه هیواد کرد ډیموکراټیکو ځواکونو د دمشق له حکومت څخه وغوښتل د سوریې دشمالی سیمو کنټرول په لاس کښې واخلی او هغه د ترکیې د حملو په مقابل کښې وساتی .

د دغه موافقې پراساس به د سوریې پوځ  په شمال کښې د ټولو سرحدی سیمو کنټرول په لاس کښې واخلی .

ترکیي د اکتوبر دمیاشتې په نهمه(۹) نیټه د امریکا په اجازې سره تر اتو (۸)ورځو پورې د سوریې په شمالی سیمو بریدونه وکړل او د ایران په شمول ډیرو هیوادونو دغه حملې په کلکه غندلی دی .