د سوریې پوځیان السکری او تل ذیاب کلیو ته ورغلل
-
ترکیې د اکتوبر دمیاشتې په نهمه(۹) نیټه د امریکا په اجازې سره تر اتو (۸)ورځو پورې د سوریې په شمالي سیمو بریدونه وکړل .
پارس ټوډې سایټ راپور ورکړ د سوریې عسکر ددغه هیواد په شمال ختیځ کښې په حسکه ولایت کښې د خپلو پرمختګونو په دوام کښې بیګا « السکری» او «تل ذیاب» کلیو ته ورننوتل .
د السکری او د تل ذیاب کلیو خلکو د سوریې د حکومتی عسکرو پراخ هرکلی وکړ .
د سوریې پوځ پرون سهار توانیدلی وو په حسکه ولایت کښې د «راس العین» په جنوب کښې په ام حرمله ، باب الخیر ، ام عشبه او الاسدیه کلیو کښې خپل موقعیت تثبیت کړی .
حسکه ولایت ته د سوریې د عسکرو ورننوتل ددغه هیواد له کردانو سره د دمشق د حکومت ترمینځ د شوی موافقې پراساس ترسره شوی دی .
د سوریې په شمال باندې د ترکیې د پوځ له حملې وورسته ددغه هیواد کرد ډیموکراټیکو ځواکونو د دمشق له حکومت څخه وغوښتل د سوریې دشمالی سیمو کنټرول په لاس کښې واخلی او هغه د ترکیې د حملو په مقابل کښې وساتی .
د دغه موافقې پراساس به د سوریې پوځ په شمال کښې د ټولو سرحدی سیمو کنټرول په لاس کښې واخلی .
ترکیي د اکتوبر دمیاشتې په نهمه(۹) نیټه د امریکا په اجازې سره تر اتو (۸)ورځو پورې د سوریې په شمالی سیمو بریدونه وکړل او د ایران په شمول ډیرو هیوادونو دغه حملې په کلکه غندلی دی .