ترکیې په عربستان او متحده اماراتو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85582-ترکیې_په_عربستان_او_متحده_اماراتو_نیوکه_وکړه
ایرنا خبری اژانس وایی د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په بیلابیلو سیمه ییزو او نړیوالو موضوعګانو کښې د متحده عربی اماراتو او د سعودی عربستان په دریځونو نیوکې سره وویل په یمن د پوځی حملې په خاطر له سعودی عربستان څخه باید پلټنه وشی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 31, 2019 01:47 Asia/Kabul
  • ترکیې په عربستان او متحده اماراتو نیوکه وکړه

ایرنا خبری اژانس وایی د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په بیلابیلو سیمه ییزو او نړیوالو موضوعګانو کښې د متحده عربی اماراتو او د سعودی عربستان په دریځونو نیوکې سره وویل په یمن د پوځی حملې په خاطر له سعودی عربستان څخه باید پلټنه وشی .

هغه وویل په یمن  کښې په لسګونو زره کسان د سعودی عربستان د پوځی حملې او د اقتصادی کلابندۍ  او دغه راز د لوږې او په ناروغیو د اخته کیدا په وجه ووژل شول .

د ترکیې خارجه وزیر اوغلو په استنبول کښې د سعودی عربستان په کنسولګرۍ کښې د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقچی د وژل کیدا په هکله هم وویل عربستان د خاشقچی وژله د ځان او دترکیې ترمینځ په یوه (۱) کړکیچ بدله  کړه او انقره هیڅکله په دغه جنایت سترګې نه پټوی .

هغه د فلسطین دمسلې په هکله هم وویل سعودی عربستان په اردن او د فلسطین په کورواکه تشکیلاتو دباو راولی چې د قدس د موضوع په هکله غلی کینی .