هند او جرمني د ایټمي موافقې ملاتړ وکړ
Nov 02, 2019 02:19 Asia/Kabul
نریندر مودي او انګلا مرکل هم داشان د ایټمي موافقې اړوندو شخړو د کمیدو غوښتنه وکړه.
د هندوستان وزیراعظم نریندر مودي او د جرمني صدر اعظمې انګلا مرکل پرون په نوې ډیلي کښې د خپلې کتنې په پاې کښې په یوې ګډې خبرپاڼې کښې له برجام (ایټمي موافقې) ملاتړ وکړ.
د هند او جرمني مشرانو په دغه بیانیه کښې د برجام د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه: د ایران په ایټةي موافقې پورې اړوند مسائل باید د سیاسي خبرواترو له لارې هوار شي.
مودي او مرکل هم داشان د ایټمي موافقې اړوندو شخړو د کمیدو غوښتنه وکړه.
یاده دې وي چې د جرمني صدر اعظمه میرمن انګلا مرکل وړمه شپه له هندي چارواکو سره د ملاقات په موخه نوې ډیلي ته تلې وه.
ټیګونه