ورځپاڼو ته کتنه ۱۶-۸-۹۸
(last modified Thu, 07 Nov 2019 08:30:50 GMT )
Nov 07, 2019 13:00 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۶-۸-۹۸

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

د تهران چاپ نننيو تقريباً ټولو ورځپاڼو د ايران د اسلامي جمهوريت د فُردو نومې ايټمي پلانټ د کار شروع کولو په اړه خبرونه ورکړي دي. په دې اړه د جمهوري اسلامي ورځپاڼه ليکي: د ایران د اسلامی جمهوریت د اټومی انرژۍ ادارې نن سهار وختی په وړومبنيو ساعتونو کښې د یورانیمو د پخولو لپاره په قم کښې د « فردو» په نوم د شهید علی محمدی د ايټمي تاسیساتو د فعالیت د بیا شروع کېدو خبر ورکړ .

ورځپاڼه زياتوي: د ایران د ايټمي انرجۍ ادارې وویل د یورانیمو دپخولو لپاره د فردو  اټومی مرکز د فعالیت دبیا پیلولو په هکله نن سهار وختی په وړومبنيو ساعتونو کښې  د ولسمشر ډاکټر حسن روحانی په حکم سره په دغه مرکز کښې سانټری فیوژونو ته د ګېسو د پيچکاری کولو او د پاخو شویو یورانیمو د راغونډولو عملیات شروع شول .

پرون د ایران داټومی ژمنو د کمولو د څلورم (۴)  ګام  د اجرا په لړ کښې دوه زره اته سوه(۲۸۰۰) کلوګرامه مخزن چې کابو دوه زره (۲۰۰۰)کلوګرامه هیګزا فلورایډ یورانیم ګاز پکښې وو د اټومی انرژۍ د نړیوال اژانس د پلټونکو تر څارنې لاندې له نطنز اټومی مرکز څخه فردو اټومی تاسیساتو ته له انتقالیدو وروسته د شهید علی محمدی د اټومی تاسیساتو هال ته یوړل شول .

----------

د تهران چاپ ايران ورځپاڼې وليکل:  د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د ايران د برجامي ژمنو د کمولو د څلورم ګام په درشل کښې په خپل يو ټوئيټري پېغام کښې اروپائي هېودونو ته په خطاب کښې له هغوي وغوښتل چې په برجام کښې دې په خپلو ژمنو پابند اوسي.

محمد جواد ظريف په خپل توئيټ کښې وليکل، د برجام د يو مفاد د زوړوند په حال کښې راوستلو کښې د ايران څلورم ګام د امريکې او د اروپائي ټروئيکا د ژمنو د خلاف ورزۍ د ځواب په توګه د دغې موافقې به ۳۶ پېرېګراف کښې اټکل شوے دے.

د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د ایران د قضائیه قوې د بشری حقوقو د کمیټۍ سیکتر محمد جواد لاریجاني د بشري حقوقو د پراختیا مهمه ستونزه په سیاست بازۍ او توپیر د هغه ککړتیا او د لویدیځو هیوادونو په وسیله ناوړه سیاسی استفاده وبلله .

لاریجانی په جینوا کښې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا له مشر کولي سیک سره په کتنه کښې وویل د ملګرو ملتو د بشری حقوقوشورا په دې لاره کښې مهم رول لوبولې شي.

-------

د تهران يوې بلې کېهان نومې ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل، په اوسطه توګه هره ورځ شل تنه آمريکائي عسکر ځانونه وژني. خبر زياتوي د امريکې د دفاع وزارت پينټاګان په يو رپوټ کښې وويل چې په تېرو شپږو کلونو کښې له پينځه څلوېښت زرو نه زياتو امريکائي تجربه کارو عسکرو ځانونه وژلي دي چې په اوسطه توګه دغه شمېره د ورځې شل تنه جوړیږي.

ورځپاڼې د سوريې د رسنيو له قوله وليکل، د دغه هېواد شمالي سيمو ته د سوريې د فوځي ځواکونو ورتګ د خلقو له تود هرکلي سره مخامخ شو.

خبر زياتوي د سوريې فوځ پرون د «قامشلی» تا «القحطانیه»‌ سيمو په اوږدو کښې چې شل کېلوميټره اوږدوالی لري په ځاے پرځاے کېدو سره د دغو سیمو کنټرول په خپلو لاسو کښې واخېستۀ.

--------

د تهران چاپ رسالت ورځپاڼې په خپل يو خبر کښې وليکل: د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د صهیونیسټ رژیم د بهرنيو چارو وزیر یسرائیل کاتص په عراق کښې په ناکراریو د رضایت په څرګندولو سره د دغه حالت له دوام څخه خپل ملاتړ اعلان کړ .

ورځپاڼې د برطانيې د پارلېمان د پخواني مشر جان بیرکاو له قوله وليکل،    له اروپائي اتحادیې وتل د برطانيې ستره تیروتنه ده.

هغه په لندن کښې له بهرنیو رسنیو سره په مرکه کښې وویل چې له اروپائي اتحادیې څخه د برطانيې وتل له دويم  نړیوال جنګه وروسته د لندن ترټولو ستره غلطۍ ده.

-------

د تهران يوې بلې جام جم ورځپاڼې وليکل، د برطانیې د وزيراعظم بوريس جان سون په استعفاء ورکولو سره د دغه هېواد پارلېمان ړنګ شو. د خبر له مخې وار مخکې انتخابات به د دسمبر په ۱۲ نیټه ترسره شي .

د انتخاباتو ترسره کیدړ او د نوې کابینې د جوړښت تر جوتیدو پورې به د دغه هیواد د قانون جوړونې په  برخخه کښې هیڅ کار ترسره نشي.

----------

اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼې راواخلو جنګ ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې د دغه هېواد د فوځ د وياند له قوله وليکل، فوځ د هېواد په دفاع او د امن و امان په ټينګولو بوخت دے او په سياسي معاملو کښې هيڅ مداخلت نه لري. مېجر جنرل آصف غفور زياته کړه، فوځ په هېواد کښې دهر حکومت د احکامو پابند دے که حکومت مو د امنيت د ټينګښت لپاره رابولي نو راځو به او که نه رابولي نه راځو، د تېر حکومت په خلاف په مظاهرو او پرلت غزونو کښې مو هم د حکومت ملاتړ  کړے ؤ او اوس هم د حکومت ملاتړ کوو.

د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د پاکستان د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف د بدني حالت د سختېدو له کبله له اسپتال څخه کور ته منتقل کړے شو، ډاکټرانو له هغه سره د خلقو له ليدنو کتنو څخه سخت ممانعت کړے دے. د ورځپاڼې په قول کېدې شي نواز شريف د خپل ورور شهباز شريف په ملګرتيا د علاج معالجې لپاره لندن ته لاړ شي. د خبر له مخې د  نواز شريف لور مېرمن مريم نواز هم له بنده آزاده کړے شوه او کور ته د تلو اجازه ورکړې شوه.

---------

د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې وليکل، د پاکستان د وزيراعظم په حکم په اسلام اباد کښې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ پرلت غزونکو ته له بارانه د بچ کېدو لپاره خيمې او کمبلې ورکړې شوې.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، د پاکستان د خيبرپښتونخوا صوبې حکومت په ګرانۍ باندې د ګنټرول لپاره د دغې صوبې په سترو ښارونو کښې د خوراک څښاک او د ضرورت د نورو سامانونو د آن لائن اخېستلو سېسټم شروع کړ.

د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې په کابل کښې د پاکستان د سفارتکارو د زورولو او ګواښلو سلسله جاري ده.

د خبر له مخې له  نصب شويو پټو کېمرو څه د ترلاسه شويو فېلمونو له مخې د افغانستان د استخباراتي ادارو وسله وال کارکونکي د پاکستاني سفارتکار و د ګواښلو کوشش کوي.

---------

د پاکستان د اسلام آباد چاپ دنيا ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل، د دغه هېواد د جمعيت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان اعلان کړے دے چې د عمران خان د حکومت په خلاف به په  اسلام آباد کښې د مخالفيو پرلت غزونه د حکومت تر استعفاء ورکولو دوام ومومي.

هغه زياته کړه، د ربيع الاول يا وړومبۍ خور په دولسمه نېټه به سيرت کانفرنس جوړولې شي

 د دغه هېواد د لاهور سترې محکمې اعتصاب کونکو ډاکټرانو ته حکم ورکړے دے چې زر تر زره دې خپل اعتصات ختم کړي او د بيمارانو علاج معالجې ته دې توجه ورکړي.

----------