د امریکا غوښتنو ته تسلیمیدا،دمشکلاتو راپنځیدا ده
حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای د فلسطین قضیې،په یمن ،لویدیځی آسیااو شمالی افریقا کې د خونړیو جنګونو پشمول په اسلامی نړۍ کې موجوده مشکلات او مصیبتونه،د ګډ دښمن په مقابل کې د اتحادته او دغه راز له تیریو د ډډه کولو اصل ته نه پابندی بللې او روښانه ئې کړې ده،نن سبا د ا سلامی نړۍ تر ټولو ستر مشکل ،دفلسطین موضوع ده چې یو ملت ئې له خپلې خونې او وطنه کډه په سر کړی دی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود او ولی ا مر مسلمین حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای نن دایران اسلامی جمهوری نظام له مسئولانو د په اسلامی وحت نړیوال کنفرانس کې له ګډون کونکو ، داسلامی هیوادونو له سفیرانو او متفکرانو سره په کتنې کې وفرمائیل ، د اسلام دښمنانو او دهغو په سر کې امریکا، د اسلام له اصل او درستو اسلامی هیوادونو سره مخالفه ده او د مشکلاتو د حل په توګه دمونږ په سیمې کې دهغوی وسلې ،په فیصله کونکو او حساسومرکزونو کې ئې نفوذ،په ملتونو کې ددرز اوتفرقې رامینځةکول ، او د امریکا په مقابل کې د تسلیمدا القاء کول داسې اقدامات دی ، چې ددغو نقشو په مقابل کې د درملنې یوازینۍ نسخه ، د حق په لاره کې روښانه کونې او مقاومت او دریدا ده .
د مسلمانانو ولی امر د وحدت د مراتبو په بیانولو سره ، د اسلامی نړۍ په اتحاد کې لومړنی ګام ، تر ټولو وړوکی اقدام ، په یوه بل له تیریو او ګوزار کولو څخه د اسلامی حکومتونو ،قومونو او مذهبونو او ټولنو ډډه کول او د ګډ دوښمن په وړاندې اتحاد وبالۀ او وې فرمائیل ، په لوړو اقداماتو کې ، اسلامی هیوادونه باید په علم ،شتمنۍ ،امنیت او اسلامی ماډرن تمن ته د رسیدا لپاره په سیاسی قدرت کې له یوه بل سره غمغږی ، ملګرتیا او هحې وړی چې دایران اسلامی جمهوریت هم همدا مقصد یعنی،اسلامی ماډرن تمدن ته رسیدا خپل نهائی هدف ګرځولی دی .
حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای د فلسطین قضیې ، په یمن ،لویدیځی آسیااو شمالی افریقا کې د خونړیو جنګونو پشمول په اسلامی نړۍ کې موجوده مشکلات او مصیبتونه ،د ګډ دښمن په مقابل کې د اتحادته او دغه راز له تیریو د ډډه کولو اصل ته نه پابندی بللې او روښانه ئې کړې ده ، نن سبا د ا سلامی نړۍ تر ټولو ستر مشکل ، دفلسطین موضوع ده چې یو ملت ئې له خپلې خونې او وطنه کډه په سر کړی دی . دوی همداراز د اسرائیلو د له مینځه وړلو په باب د حضرت امام خمینی او د اسلامی نظام دمسئولانو د بیا بیا ټینګارونو د معنا د تحریفولو لپاره د دښمنانو هڅې ته په اشارې سره هم ووئیل ؛ مونږ د فلسطین او دهغود خپلواکۍ او ژغورنې پلویان یوو او د اسرائیلو له مینځه وړل د یهودی ولس د له مینځه وړلو په معنا نه دی ، ځکه چې مونږ له هغوی سره هیڅ کار نه لر، هماغه شان چې د مونږ په هیواد کې هم د یهودیانو ټولنه دامنیت په اوج کې ژوند کوی .
د مسلمانانو ولی امر ټینګار وکړ، دفلسطین ولس هغه که مسلمان دی او که مسیحیان او یا یهودیان چې ددغه ټاټوبی اصلی خاوندان دی ، باید خپل حکومت پخپله وټاکل شی او د نتن یاهو په څیر ، بدماشان لنډیغر او پرَدی وشړی او خپل هیواد پخپله اداره کړی چې البته دغه پیښه به زر رامینځةشی.
حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای د اسلامی نړۍ د روڼ اندو او عالمانو دنده ډیره مهمه وبلله او ټینګار ئې و کړ، په قدرت سره دحق دفاع وکړئ او له دښمنه مه ویریږئ او پوه شئ چې ا سلامی نړۍ به په الهی فضل سره په نزدې راتلونکی کې خپلې ځلیدلی هیلې او امیدونه ووینی .