روسیه د امریکا د ورانونکو اقداماتو مخه نیسی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85914-روسیه_د_امریکا_د_ورانونکو_اقداماتو_مخه_نیسی
زمونږ خبریال وایی په ایران کښې د روسیې سفیر لیوان جاګاریان ( Levan Jagarian) د ایران پرضد د امریکا په غیر قانونی بایکاټونو او یواړخیزه سیاستونو نیوکې سره وویل ماسکو به خپله ټوله هڅه وکړی چې د ایران په اټومی دوسیه کښې د امریکا د ورانونکو اقداماتو مخه ونیسی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2019 00:42 Asia/Kabul
  • روسیه د امریکا د ورانونکو اقداماتو مخه نیسی

زمونږ خبریال وایی په ایران کښې د روسیې سفیر لیوان جاګاریان ( Levan Jagarian) د ایران پرضد د امریکا په غیر قانونی بایکاټونو او یواړخیزه سیاستونو نیوکې سره وویل ماسکو به خپله ټوله هڅه وکړی چې د ایران په اټومی دوسیه کښې د امریکا د ورانونکو اقداماتو مخه ونیسی .

هغه پرون له پریس ټی وی چینل سره په مرکه کښې د ایران د بوشهر د اټومی مرکز د دوهم (۲) فاز د مخه دنیولو لپاره د امریکا د هڅې خبر ورکړ .

په ایران کښې د روسیې سفیر لیوان جاګاریان ډاګینه کړه امریکا د ایران د بوشهر د اټومی مرکز د دوهم (۲) فاز د نه اجرا کولو لپاره ماسکو تر دباو لاندې راوستلی دی .

هغه دغه راز د سوریې بدلونونو ته په اشارې سره یادونه وکړه یوازې ایران او روسیه حق لری په سوریې کښې شتون ولری ځکه چې د دمشق قانونی حکومت ماسکو او تهران ته د شتون بلنه ورکړی ده .