ملګروملتونو په بولیویا کښې په خبرو ټینګار وکړ
زمونږ خبریال وایی ملګروملتونو د بولیویا له نوی حکومت او د استعفا شوی ولسمشر له استازیو وغوښتل په هیواد کښې د کړکیچ په سوله ایز ډول د حل کولو په هدف سره د سولې خبرې پیل کړی .
د ملګروملتونو استازی ژان ارنو له ښکیلو لورو وغوښتل چې دسولې په دغو خبرو اترو کښې د پخوانی ولسمشر ایو مورالس د ګوند د پارلمان غړی او د نوی ولسمشر ژانین انییز استازی ګډون وکړی .
په عین حال کښې د بولیویا نوی ولسمشر ژانین انییز وویل لومړیتوب یې د هیواد د شرایطو ارامول او په راتلونکو دریو (۳) میاشتو کښې د نویو انتخاباتو ترسره کول دی .
دا په داسې حال کښې دی چې د بولیویا د پخوانی ولسمشر ایو مورالس ملاتړی هماغه راز خپل هیواد ته د هغه ( مورالس) د بیرته ستنیدا غوښتونکی دی .
د نویو راپورونو پراساس په بولیویا کښې د اعتراضونو د پیلیدا له وخت راهسې تراوسه درې ویشت (۲۳) کسان وژل شوی دی .
د بولیویا د پخوانی ولسمشر ایو مورالس په زرګونو پلویانو د موقته حکومت پرضد پراخې مظاهرې کړی دی او واک ته د پخوانی ولسمشر د بیرته ستنیدا غوښتنه یې کړی ده .