د امریکا د عسکرو شتون تاوتریخوالی زیاتوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86006-د_امریکا_د_عسکرو_شتون_تاوتریخوالی_زیاتوی
زمونږ خبریال وایی د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په سعودی عربستان کښې د امریکا د نویوعسکرو په دیره کیدا نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2019 10:54 Asia/Kabul
  • د امریکا د عسکرو شتون تاوتریخوالی زیاتوی

زمونږ خبریال وایی د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په سعودی عربستان کښې د امریکا د نویوعسکرو په دیره کیدا نیوکه وکړه .

د روسیې دباندنیو چارو وزارت نن وویل په سعودی عربستان کښې د امریکا د نویو عسکرو احتمالی دیره کیدل یوازې تاوتریخوالی زیاتوی .

د امریکا ولسمشر ټرمپ په تیرې سه شنبې ورځ د ولسی جرګې کانګرس مشرې میرمن نانسی پیلوسی ته په لیک استولو سره  ادعا وکړه چې په سعودی عربستان کښې د امریکا د عسکرو دیره کیدل د ایران له ګواښونو سره د مقابلې لپاره دی .

امریکا او سعودی عربستان د ایران داسلامی جمهوریت پرضد د بې اساسه ادعاګانو په تکرارولو سره ویلی دی  چې ایران د سعودی عربستان د  تیلو د شرکت ارامکو د تاسیساتو پرضد د یمن د بې پایلوټه الوتکو په بریدونو کښې رول لرلی دی .