د هندوستان ناوي ولې له واده انکار وکړ ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86237-د_هندوستان_ناوي_ولې_له_واده_انکار_وکړ
زمونږ خبریال وایی د هندوستان په اترپردیش صوبې کښې ناوی د لومړی ځل لپاره د خپل نوی خاوند د څیرې په لیدو سره له واده کولو انکار وکړ او له مراسمو ولاړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 30, 2019 12:35 Asia/Kabul
  • د هندوستان ناوي ولې له واده انکار وکړ ؟

زمونږ خبریال وایی د هندوستان په اترپردیش صوبې کښې ناوی د لومړی ځل لپاره د خپل نوی خاوند د څیرې په لیدو سره له واده کولو انکار وکړ او له مراسمو ولاړه .

دغه پیښه د هندوستان د «کانپور» په سچندی سیمه کښې رامنځته شوه چیرې چې د دود پراساس ودګنی او ناوی د لومړی ځل لپاره له خپلو مخونو څخه د سهرې  او  پلو په لیرې کولو سره یوبل لیدل .

د واده په مراسمو کښې د ودګنی او د ناوی د کورنۍ غړو او خپلوانو ګډون درلود او ډیره ګڼه ګوڼه وه .

له دود سره سم ودګنی د ناوی له مخ څخه  پلو پورته کړ او ورپسې چې کله ناوی له ودګنی څخه سهره  پورته کړ نو ناوی ډیره خپه او حیرانه شوه .

ناوی وویل چې د ودګنی د مخ رنګ توربخن دی او عمر یې هم زیات دی او د ناوی د ښکلا په معیار نه پوره کیدا سره هغې له ودګنی سره له واده کولو انکار وکړ .

کله چې دغه شخړه رامنځته شوه او له ناوړه پیښې څخه دبچ کیدا لپاره پولیس وروبلل شول .

پولیسو د پیښې سختوالی  ته په پام سره د ناوی دریځ واورید او ناوی وویل چې دې دغه واده نشی کولای او نه دې  څو زور زیاتې کولای شی .

پولیسو د ناوی او د ودګنی له کورنیو سره خبرې وکړې او هغوې یې  د ناوی له نظر څخه خبر کړل او په دې خبرې سره د ناوی  کورنۍ غړو د ناوی د پوهولو هڅه وکړه خو هغوې بریالی نشول .

د ناوی د انکار په وجه د واده مراسم لغوه شول او د واده په مراسمو مصرف شوی پیسې د دواړو کورنیو لخوا په ګډه ورکولو سره دغه شخړه هم پاې ته ورسیدله .