د هندوستان ناوي ولې له واده انکار وکړ ؟
زمونږ خبریال وایی د هندوستان په اترپردیش صوبې کښې ناوی د لومړی ځل لپاره د خپل نوی خاوند د څیرې په لیدو سره له واده کولو انکار وکړ او له مراسمو ولاړه .
دغه پیښه د هندوستان د «کانپور» په سچندی سیمه کښې رامنځته شوه چیرې چې د دود پراساس ودګنی او ناوی د لومړی ځل لپاره له خپلو مخونو څخه د سهرې او پلو په لیرې کولو سره یوبل لیدل .
د واده په مراسمو کښې د ودګنی او د ناوی د کورنۍ غړو او خپلوانو ګډون درلود او ډیره ګڼه ګوڼه وه .
له دود سره سم ودګنی د ناوی له مخ څخه پلو پورته کړ او ورپسې چې کله ناوی له ودګنی څخه سهره پورته کړ نو ناوی ډیره خپه او حیرانه شوه .
ناوی وویل چې د ودګنی د مخ رنګ توربخن دی او عمر یې هم زیات دی او د ناوی د ښکلا په معیار نه پوره کیدا سره هغې له ودګنی سره له واده کولو انکار وکړ .
کله چې دغه شخړه رامنځته شوه او له ناوړه پیښې څخه دبچ کیدا لپاره پولیس وروبلل شول .
پولیسو د پیښې سختوالی ته په پام سره د ناوی دریځ واورید او ناوی وویل چې دې دغه واده نشی کولای او نه دې څو زور زیاتې کولای شی .
پولیسو د ناوی او د ودګنی له کورنیو سره خبرې وکړې او هغوې یې د ناوی له نظر څخه خبر کړل او په دې خبرې سره د ناوی کورنۍ غړو د ناوی د پوهولو هڅه وکړه خو هغوې بریالی نشول .
د ناوی د انکار په وجه د واده مراسم لغوه شول او د واده په مراسمو مصرف شوی پیسې د دواړو کورنیو لخوا په ګډه ورکولو سره دغه شخړه هم پاې ته ورسیدله .