د حضرت امام حسن عسکری ع نیکمرغه زوکړه
مومن پینځه نښې لری ، اول یو پینځوس رکعته لمونځ ، دوهم حضرت سید الشهدا د اربعین زیارت ، دریم په ښی لاس کې د انګشتر اچول ، څلورم په خاورو سجدې کول او پینځم د بسم ا... الرحمان الرحیم په لوړ غږ لوستل .
««««««««««««««««««««««««««««««««
د ۲۳۲ هجری قمری کال د ربیع الثانی د اتمې زړه راښلونکې سهار وو چی د امامت د لمر سترګې راخالو یو ځل بیا مدینه رڼا کړه . د ولایت او امامت کورنۍ د ۱۱ معصوم امام حسن عسکری ع په زوکړې سره په خوشحالۍ کې ډوب شو . ملایکې په ډیرې لیوالتیا سره د هغه تازه ټوکیدلی ګل د هرکلی لپاره پر مځکه راکوزې شوې . مونږه هم د دغې نیکمرغه زوکړې په مناسبت د اهل بیتو ټولو میناوالو ته د زړه له کومی مبارکی وړاندی کوو .
««««««««««««««««««««««««««««««««
دوستانو دیولسم امام نامه مبارکه حسن او مشهور کُنیَت ئې ابومحمد دی او دهغه پلار بزرګوار د شیعیانو لسم امام هادی علیه سلام او د ګرانې مور نوم یې سوسن دې . د هغه حضرت مشهور لقب عسکري دی ،ځکه د عباسي ستمګرو واکوالانو هغه او دهغه پلار بزرګوار حضرت امام هادی علیه السلام په :عسکره: مشهورې پوځي سیمې کې ساتل څوتربشپړ نظر لاندې وي .په همدې علت دغه د واړه امامان په : عسکریّن مشهور شول .د حضرت امام حسن عسکری علیه سلام په ځانګړنو کې راغلی دی چی هغه حضرت معنوی ابهت او ډیره نورانی او جذبونکی څیره درلوده ، په دې ډول چی هر چا هغه حضرت لیدلې نو جذبیده به او د هغه ستایلو او احترام پرته به یې بله لاره نه درلوده . له دې سره سره چی عباسی حکومت له امام حسن عسکری علیه سلام سره خاصه دښمنی درلوده ، خو د دغه حکومت یوه وزیر د امام علیه سلام په فضایلو او کراماتو اعتراف کوی او داسې وايي ، په سامره کې مې د حسن بن علی په شان څوک ونه لیدل . په وقار ، پاک لمنۍ او بزرګوارۍ کې مو خلکو ترمینځ د هغو په شان بل څوک ونه لیدل . له دې سره سره چی ځوان دې ، بنی هاشم هغه حضرت په خپلو بوډاګانو مقدم ګڼی . هغو دومره لوړ ځای لری چی ملګری او دښمنان یې ستایی . همداراز د لسمې او یولسمې پیړۍ شافعی مذهبه عالم ابوالعباس باکثیر د حضرت امام حسن عسکری ع د عظمت په اړه لیکی ، حسن بن عسکری یو لوړرتبه او جلیل القدر شخصیت وو .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
مسلمانان دهغه روایت په اساس چې له پیغمبر اکرم اواهل بیت علیهم السلام څخه هغوي ته رسیدلي وو ، پوهیدل د خاتم النبّین پیغمبر له نسله دولسم امام هغه څوک دی چې نړۍ له ظلم او ستمګرۍ پاکوي او د خداي پرستۍ او حق بیرغ رپوي او دکفر او بې دینۍ جرړه وباسي او تل د دغه بچي دزیږیدا په تمه وو . په مقابل کې دنیا پال او او د خداي د دین دښمنان هم له دغې واقعې ډير په وحشت کې وو او په همدې دلیل ئې حضرت امام هادي او امام حسن عسکري علیهم السلام تر نظرلاندې ساتل څو دنړۍ دژغورونکي دزیږیدو مخه ونیسي او یا هغه ووژني . خو د قرآن کریم دآیتونو په اساس دمستضعفینو پرنجات او پرنړۍ دحق او عدالت دحاکمیّت په باب دخداوندمتعال اراده شوې وه اود حضرت امام حسن عسکري (ع) زوی حضرت مهدي (ع) په سلامتیا سره وزیږید او د خداي په فرمان به پر نړیوالو دهغه د دین دحاکمیّت لپاره ظهور وکړي .
حضرت امام حسن عسکری علیه السلام له اته ویشتو کلونو زیات عمر ونه کړخو دقرآن کریم دتفسیر او داحکامو دخپراوي او دفقهي مسایلو په بیانولو کې ئې غوره آثار په یادګار پریښي دي او دمسلمانانو په علمی غورځنګ کې دهغه بزرګوار اغیزې په بشپړ ډول څرګندې وې . یولسم امام له ډیرو محدودیتونو سره سره داهل بیتو دپیروکارو فکر ، لیدتوګه او عملونو ته داسې لورنیونه ورکړه چې دامام معصوم له ظاهري شتون پرته ژوند او د اوږدمهاله غیّبت دپړاؤ لپاره تیار شي او ځانونه د ظهور دشرائطو برابرولو لپاره سنبال کړي .
*******************
عزیزانو دحضرت امام حسن عسکري علیه السلام په پړاؤ کې یعني د دریمې قمري پیړۍ په لومړنۍ نیمائی کې په اسلامي ټولنې کې بیلابیلې فرقې او مذهبونه راپورته شوي وو . په دوی کې دې ډلې د اسلام په له مینځه وړلو مامورې وې . یوه حکومتی ډله وه چی یوازې د مسلمانۍ نوم یې درلوده او بله ډله هغه ځای غواړی چی په خپلو شخصی ګټو پسې وو . دوهمه ډله هغه کسان وو چی د امام علیه سلام په اړه به یې غلو کوه . غلو له حده د تیری ، لوړول او ارتفاع په معنا دې ، همداراز له اعتدال او منیځ لاریتوب وتلو ته غلو ویل کیږی . هر وخت چی د ا ټکې د دینی او مذهبی اعتقاداتو په اړه کارول کیږی نو په دې معنا دې چی انسان په هغه څیز چی اعتقاد لری ، له خپل حده ډیر لوړ بوځی او په دغه مطلب کی پیغمبر اکرم ص او اهل بیت هم شاملیږی . غالیان هغه کسان وو چی د شیعیانو په جامه کې یې د خپلوباطلو عقایدو په دودولو سره د شیعیانو د عقایدو په جرړو ګوزار کاوه . ددغو مذهبونو مخکښان ، د خپلو باطلو او انحرافي عقایدو په پراختیا پسې وو . امام بزرګوار پر سیاسی مبارزو سربیره چې زیاتره په پټه او د مومنانو په چارو کې له خپلې خوا دځینو وکیلانو دمنصوبولو په چوکاټ کې ئې تعقیبوه ،له دغو منحرفو ډلو سره هم چلند کاوه او دهغوی انحرافات ئې بیانول او شیعیان ئې د هغوي په لومو کې له ښکیلیدوغړول .
حضرت امام حسن عسکري علیه السلام دغلیانو د انحرافي خبرو په باب چې کله کله ئې امامان داولوهیّت ترحده لوړ بلل ، او پخپلو انحرافي او غولونکو افکارو سره ئې مسلمانان منحرف کول ، فرمائيل ، : دغه خبرې ز مونږ د دین نه دي ، له دوي لیرې ووسئ .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د حضرت امام حسن عسکری ع د دوامداره اګاهۍ بخښونکیو ، روح بخښونکیو ارشاداتو او تعلیماتو په سیوره کې خلک په تیره بیا د اهل بیتو پیروان ورځ په ورځ لا خبر او منسجم شول او قدرت یې زیات شو . هغه مسلمانان چی کلکه عقیده یې درلوده ، د بنی عباس حکومت هم د بنی امیه په شان ناروا حکومت دې او هغه یې د اهل بیتو مسلم حق باله . په دغه پړاو کی امام علیه سلام هغه ډیر دینی شعایر چی د چارواکو په سیاست سره هیر شوی وو ، ژوند شول . هغه حضرت په یوه مبارک حدیث کې فرمایی ، مومن پینځه نښې لری ، اول یو پینځوس رکعته لمونځ ، دوهم حضرت سید الشهدا د اربعین زیارت ، دریم په ښی لاس کې د انګشتر اچول ، څلورم په خاورو سجدې کول او پینځم د بسم ا... الرحمان الرحیم په لوړ غږ لوستل .
««««««««««««««««««««««««««««
عزیزانو په زیارت امامین عسکرین کې لولو .
«« ائ لویه خدايه دورود اوسلام واستوه زمونږيزسردار محمد او دهغه پر کورنۍ ، درود واسوته پر حسن بن علی (حسن عسکري) دتاددین او د تا د لارې په لور لارښونکی اوبلونکی ،دهدایت بیرغ او دتقوا مشال او د عقل سرچینه او دپوهې او لوړتیا مقام او پر خلکو درحمت باران او د وعظ او پند سمندر اود حکمت سمبول او د امامانو وارث او پر امت ګواه،له ګناهانو پاک او دخداي په درګاه کې مقرب فاضل او پاکیزه او له پلیتیو پاک، هغه کس چې دخپل کتاب (قرآن ) علم دې هغه ته ورکړ او د حق او باطل ترمینځ دجلاکولو طریقه او دهغو قضاوت دې هغه ته الهام کړ او هغه دې دخپلې قبیلې نښه او بیرغ وګرځاوه ،دهغه فرمانبرداري دې خپله فرمانبرداری وګرځوله او پر ټولو مخلوقاتو دې د هغه دوستي واجبه کړې ، لویه خدایه ، لکه څنګه چې هغه په پاک اخلاص سره توحید ته زړه سپارلی او هغه کسان چې له مخلوق سره ستا دتشبیه په فکر کې ډوب وو محکوم کړل او پر تا د ایمان لرونکو ئې ملاتړ وکړ . ، نو ائ پاک پروردګاره دورود او سلام واستوه پر هغه چې دتاد درګاه په وړاندې سرټيټونکی او خشوع سره دریدونکي مقام ته دې رسولی او هغه ورساوه دخپل نیکه درجې ته چې دپیغمبرانو خاتم دی او دماله خوا پر هغه تحیّت او سلام واستوه او مونږ ته دهغه په دوستۍ کې نزدیوالی او دخپلې خوشالۍ ،مهربانۍ او احسان ډالئ راپه برخه کړه ،چې په رښتیا ته دلوي فضل او غوره نعمت لرونکی ئې :،
««««««««««««««««««««««««««««««««
دوستانو په پاې کې د امام حسن عسکري علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د یو ځل بیا مبارکی ویلو په ترڅ کې د هغه حضرت یو مبارک حدیث وړاندی کوو چی فرمائي :، تاسو الهي تقوا او په دین کې پوهیدا او دخداي لپاره هڅې او دهغه چا په باب رښتینوالۍ او امانتدارۍ ته چې تاسو امین ګڼي ،نیکوکار وي او که بدکار ، او دسجدو اوږدولو او ښه ګاونډيتوب ته بولم . محمد صلی ا....علیه وآله وسلم دهمدې لپاره رالیږلی شوی ؤ . دهغوي په جماعتونو کې یعني (نورومسلمانانو کې) لمونځ وکړئ او دهغوی په جنازو کې حاضر شئ او دهغوي د ناروغانو پوښتنه یا عیادت وکړئ او دهغوي حقوق ادا کړئ،ځکه په تاسو کې هر یو چې په دین کې تقوا او په خبرو کې رښتونی او امانتدار او له خلکو سره خوش اخلاقه وي : ویل کیږي ، دایو شیعه دی ، او داکارونه دي چې ما خوشالوي . الهي تقوا غوره کړئ، د بدۍ نه بلکې د ښکلالامل شئ دمونږ په لور محبتونه جلب کړئ او له مونږه هرډول پلیتۍ او بدۍ لیرې کړئ ، ځکه هرښه والی چې دمونږ په باب ویل کیږي مونږ دهغو اهل یو او هره بدي چې دمونږ په هکله ویل کیږي ،مونږ ورځيني لیرې یوو . دخداي په کتاب قرآن کریم کې دمونږ لپاره دخدای له پیغمبر سره نزدېوالی او یوحق دی او خداوندمتعال مونږ پاک ګڼلي یوو ، له مونږ پرته ددغه مقام هیڅوک مدعي نشته ،مګر دا چې دروغ ووائي . خداي پاک ډير یادوئ او مرګ هم ډير یادوئ او د قرآن کریم ډیرزیات تلاوت کوئ او پر پیغمبر ډير صلوات استوئ چی پر پیغمبر صلوات استول لس نیکیانې لری .
پای