اسرائیلو په ایران د دباو د زیاتولو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86338-اسرائیلو_په_ایران_د_دباو_د_زیاتولو_غوښتنه_وکړه
ایرنا خبری اژانس وایی د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او د امریکا دباندنیو چارو وزیر مایک پمپئو بیګا د پرتګال هیواد په پلازمینې لیسبن کښې کتنه وکړه او د هغه څه په هکله چې په سیمه کښې یې د ایران بې ثباتۍ رامینځته کونکی نفوذ وباله بحث او دنظر تبادله وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2019 02:32 Asia/Kabul
  • اسرائیلو په ایران د دباو د زیاتولو غوښتنه وکړه

ایرنا خبری اژانس وایی د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او د امریکا دباندنیو چارو وزیر مایک پمپئو بیګا د پرتګال هیواد په پلازمینې لیسبن کښې کتنه وکړه او د هغه څه په هکله چې په سیمه کښې یې د ایران بې ثباتۍ رامینځته کونکی نفوذ وباله بحث او دنظر تبادله وکړه .

د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو د امریکا له خارجه وزیر پمپئو سره په دغه کتنې کښې په ایران د واشنګټن د دباونو د زیاتولو غوښتنه وکړه .

مایک پمپئو له دغه کتنې وروسته وویل امریکا او صهیونیسټ رژیم به له ایران سره د مقابلې لپاره خپلې هڅې زیاتې کړی .

د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو څه موده مخکې په  ایران اسلامی جمهوریت باندې  د دبانو د زیاتولو لپاره د هڅو په دلیل د امریکا د ولسمشر ټرمپ قدرونه کړی وه .

امریکا د تیر میلادی کال په می میاشتې کښې له اټومی تړون په غیرقانونی ډول له وتلو وروسته د ایران پرضد د دباو د راوستلو لپاره هراړخیزه هڅې پیل کړی دی .

د ایران اسلامی جمهوریت د مقاومت دجبهې د یوه(۱) اصلی غړی په توګه په سیمه کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کښې اساسی رول لری .