د اټومی تړون په هکله د امریکا په زوروینې نیوکه :-
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لومړۍ امریکا (America First)شعار ته په پام سره هڅه کړی ده چې د یواړخیز پالنې د سیاست او په نړیوال ډګر کښې له زور څخه د استفادې پراساس په خپل ګمان د واشنګټن ناجایزې ګټې تامین کړی .
د امریکا دغه کړچار په نړیواله سویه زیات مخالفتونه رامینځته کړی دی .
په دې لړ کښې په نړیوال ډګر کښې د امریکا په زوروینې نیوکه په رم کښې د نړۍ د پنځوسو (۵۰) هیوادونو په ګډون سره د مدیترانې د خبرواترو د نړیوالې غونډې په یوه(۱) اصلی چورلیز بدله شوه .
په دغه نړیوالې غونډې کښې چې د نړۍ دبیلابیلو هیوادونو د یوشمیر حکومتی چارواکو او سیاسی شخصیتونو په ګډون سره د ایټالیا په پلازمینې روم کښې وشوه د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د ایران په هکله د امریکا په کړچار سخته نیوکه وکړه او ویې ویل امریکا په اټومی تړون کښې د نړیوالو حقوقو پرخلاف عمل وکړ او له اټومی موافقې په وتلو سره یې په ایران بایکاټونه ولګول .
دا واقعا د باور وړ خبره نه ده چې واشنګټن حتی د اټومی تړون ځینې لاسلیک کونکی هیوادونه هم مجبوره کړی دی چې د ایران پرضد د بایکاټ پیروۍ وکړی .
د امریکا ولسمشر ټرمپ د اټومی تړون له بیا خلاف ورزۍ کولو وروسته په نهایت کښې د تیر میلادی کال د می په اتمه(۸) نیټه خپل هیواد له اټومی موافقې وویست .
په ورپسې پړاو کښې د ټرمپ حکومت په دوو (۲) پړاونو کښې د ایران پرضد پراخ بایکاټونه ولګول او هغه د اټومی موافقې د ساتلو لپاره له هرډول هڅې سره مخالفت کړی دی .
د ټرمپ حکومت په عین حال کښې د څلور جمع یوې ډلې د هیوادونو له نورو چارواکو او حتی له خپلو اروپایی متحدانو سره له سلامشورو سره سره نه دی توانیدلی هیڅ هیواد قانع کړی چې د اټومی تړون او د ایران پرضد له واشنګټن سره غږمله او متحد شی .
دغه حالت د دې ښودنه کوی چې نړیوال قدرتونه د امریکا په اپوټه باوری دی اټومی تړون یوه(۱) اغیزشیندونکی او ګټوره موافقه ده او د اټومی انرژۍ دنړیوال اژانس له راپورونو سره سم ایران په کامل ډول په خپلو اټومی ژمنو عمل کړی دی .
اروپایی اتحادیه ، جرمنی ، فرانسه او بریتانیا د امریکا د ولسمشر ټرمپ د حکومت د اټومی تړون له کړچار سره مخالف دی او ادعا کوی چې دوې د اټومی موافقې د ساتلو لپاره ډیره هڅه کړی ده .
البته له ایران سره د مالی سازوکار د ځانګړی سیسټم یعنی د اینسټیکس ( Instrument in Support of Trade Exchanges) د رامینځته کولو او د کار د پیلولو په زمینه کښې تراوسه دغو هڅو هیڅ بریالیتوب نه دی لرلی او همدغه مسله سبب شوی ده چې ایران سوکه سوکه اټومی ژمنې کمې کړی .
د ایټالیا د خارجه وزیر مرستیال مانیلو ډی سټیفانو ویلی دی دا خبره ډیره مهمه ده چې د اروپا لخوا په اټومی موافقې اعتقاد موجود وی او له بلې خوا ایران هم په دې دلیل چې د اټومی تړون له ګټو برخور نه دی همدا اوس سوکه سوکه خپلې اټومی ژمنې کموی .
شناندی وایی د اټومی تړون د ساتلو لپاره د اروپا تضمین ډیر سخت دی .
اروپایی هیوادونو تراوسه له خبرو او وعدو پرته هیڅ عملی اقدام نه دی ترسره کړی او په عین حال کښې یې خپل پلانونه(plans) د واشنګټن له موافقت سره مشروطه کړی دی .
د ایران د اټومی ژمنو کمولو که څه هم د اروپایی هیوادونو اعتراضونه او اندیښنې راپارولی ده خو تهران ټینګار کړی دی د اټومی تړون په چوکاټ کښې د خپلو ژمنو د اجرا په لړ کښې د اروپای هیوادونو د اغیزشیندونکو اقداماتو په تمه دی او تر هغه وخت چې اروپایی هیوادونه عملی اقدام ترسره نکړی د ایران د اټومی ژمنو سوکه سوکه کمول به ختم نشی .
د اټومی تړون پرضد د امریکا د زورویونکی کړچار په هکله په روم کښې د مدیترانې د خبرواترو په نړیوالې غونډې کښې غوره شوی دریځونه او د دغه غونډې د ترسره کونکو ایټالیا چارواکو اعتراف ددې ښودنه کوی چې نه یوازې د روسیې په شان د امریکا سیالان بلکې د واشنګټن اروپایی شریکان هم د اټومی تړون په هکله د امریکا د ولسمشر ټرمپ د زور ویونکو او د یواړخیزه سیاستونو په هکله منفی نظر لری .