د هندوستان حکومت د مسلمانانو پرضد اقدام کړی
Dec 11, 2019 03:02 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وایی په هندوستان کښې د لومړی وزیر ناریندرا مودی حکومت د مسلمانانو پرضد د یوه بل نفرت رامینځته کونکی اقدام په لړ کښې په ولسی جرګې یعنی لوک سبها(Lok Sabha ) کښې د خارجی هیوادونو ښاریزو ته د تابعیت د ورکولو لایحه د رایو په اکثریت سره تصویب کړی ده .
د دغه لایحې پراساس به له مسلمانانو پرته د بهرنیو هیوادونو په غیر قانونی ډول وسیدونکو ته د هندوستان تابعیت ورکړل شی .
دغه لایحه به اوس د هندوستان د مشرانو جرګې راجیه سبها (Rajya Sabha)ته وړاندې شی .
د هندوستان د حکومت د مخالف کانګرس ګوند مشر راهول ګاندی د نورو هیوادونو غیرقانونی کډوالو ته د تابعیت د ورکولو د لانجمنې لایحې د تصویبیدا په غندلو سره وویل چې تصویب شوی لانجمنه لایحه د هندوستان په اساسی قانون حمله ده .
ټیګونه