هندي ځواکونو په معترضو محصلینو حمله وکړه
د هندوستان امنیتي ځواکونو په نوې ډیلي کښې د دغه هیواد په سینیټ کښې نامسلمو ته د ښاریزتوب د حق د ورکړې په لایحې باندې په معترضو محصلینو حمله وکړه.
پرون مازیګر د هندوستان په پلازمینې نوې ډیلي کښې غیرمسلمان لږکیو ته د ښاریزتوب د حق د ورکړې د لایحې په تصویبیدو باندې د جامیا میلیا اسلامي پوهنتون د محصلینو اعتراض د امنیتي ځواکونو له تشدد سره مخامخ شو.
عیني شاهدانو ویلي چې یوشمیر محصلین د هند د امنیتي ځواکونو په لاس زخمي شول.
په نوي ډیلي کښې د جواهر لعل نهرو پوهنتون محصلین هم په یادې لایحې باندې په اعتراض کښې د پولیسو د مرکزي قومندانۍ مخې ته راغونډ شول.
اخوا د علیګړ اسلامي پوهنتون محصلینو هم اعتراضي تجمع وکړه.
د ویلو ده چې د هندوستان سینیټ تیره چارشنبه له ګاونډي هیوادونو څخه هندوستان ته کډه شویو غیرمسلم اقلیتونو ته د ښاریزتوب د ورکړې لایحه تصویب کړه چې مسلمانان په کښې نه دي شامل.