چین له امریکې د خپلو سفارتکارانو ایستل کیدو ته غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86617-چین_له_امریکې_د_خپلو_سفارتکارانو_ایستل_کیدو_ته_غبرګون_وښود
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویب سایټ وړمه ورځ لیکلې وو چې واشنګټن دوه تنه چیني سفارتکاران له امریکې ایستلي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2019 04:00 Asia/Kabul
  • چین له امریکې د خپلو سفارتکارانو ایستل کیدو ته غبرګون وښود

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویب سایټ وړمه ورځ لیکلې وو چې واشنګټن دوه تنه چیني سفارتکاران له امریکې ایستلي دي.

د چین د خارجه وزارت ویاند له امریکې څخه د خپل هیواد د ډیپلماټانو په ایستلو باندې په نیوکې سره له واشنګټنه وغوښتل چې په دې لړ کښې په بیاوارې غور سره دې د دواړو هیوادونو ترمینځ د کشالې د زیاتیدو مخه ونیسي.

ګنګ شوانګ پرون په بیجنګ کښې خبریالانو ته وویل: امریکې ته پکار دي چې ډیره زر خپله تیروتنه اصلاح کړي او د ویانا د کنونشن له مخې دې د سفارتکارانو د حقوقو خیال وساتي.

د ویلو ده چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویب سایټ وړمه ورځ لیکلې وو چې واشنګټن دوه تنه چیني سفارتکاران له امریکې ایستلي دي.