په چابهار کښې پانګونه د افغانستان د ودې لپاره فرصت دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86653-په_چابهار_کښې_پانګونه_د_افغانستان_د_ودې_لپاره_فرصت_دی
زمونږ خبریال وایی د هندوستان د ملی امنیت دسلاکار مرستیال راجیندر کانا د ایران د چابهار بندر په پراخولو کښې د هندوستان او د ایران ګډه پانګونه د افغانستان د اقتصادی پراختیا لپاره استنثایی فرصت وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2019 12:34 Asia/Kabul
  • په چابهار کښې پانګونه د افغانستان د ودې لپاره فرصت دی

زمونږ خبریال وایی د هندوستان د ملی امنیت دسلاکار مرستیال راجیندر کانا د ایران د چابهار بندر په پراخولو کښې د هندوستان او د ایران ګډه پانګونه د افغانستان د اقتصادی پراختیا لپاره استنثایی فرصت وباله .

هغه نن په تهران کښې د سیمه ییز امنیت د خبرواترو په دوهم (۲) کانفرنس کښې چې د افغانستان او په دغه هیواد کښې د ترهګرۍ له بیلابیلو ډولونو سره د هراړخیزه مبارزې په موضوع تمرکز لری وویل  د ایران په جنوب  ختیځ کښې د چابهار بندر په پراخولو کښې د هند او د ایران ګډه پانګونه د افغانستان د اقتصادی پراختیا لپاره استثنایی فرصت دی .

راجیندر کانا دغه راز په افغانستان کښې د سولې خبرو ته په اشارې سره وویل دغه خبرې باید د کابل د قانونی حکومت په چورلیزتوب سره مخ ته لاړې شی او نور هیوادونه باید په دې لاره کښې د اسانتیا د رامینځته کونکی رول ولری .

د هندوستان د ملی امنیت د سلاکار مرستیال راجیندر کانا د نشه ایزو موادو قاچاق او ترهګرۍ د سیمې د ټولو هیوادونو د ګډ ګواښ په توګه وبلل  او ویې ویل په موجودو امنیتی ګواښونو غلبه د سیمې د ټولو هیوادونو له فعال رول لوبولو او  ګډې ملګرتیا پرته امکان نلری .

راجیندر کانا دغه راز په افغانستان کښې د نورو په استازی توب د ترهګرو ډلو پراخ او اندیښمونکی  شتون ته په اشارې سره ډاګینه کړه د سولې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره باید  دهغو هیوادونو د رول د لوبولو مخه ونیول شی کوم چې په افغانستان کښې د امنیت او د ثبات له ټینګیدا پرته نور هدفونه لری .

هغه انتخابات او د خلکو رایو ته مراجعه کول د سولې په بهیر کښې د افغانستان د بیلابیلو ډلو د ګډون د جلبولو لپاره د ټاکونکی لارې چارې په توګه وبلل او ویې ویل په افغانستان کښې د ولسمشرۍ وروستی انتخابات مهمه پیښه وه چې رامینځته شوه .