د جاپان حکومت لویدیځې اسیا ته عسکر استوی
کیوډو خبری اژانس راپور ورکړی د جاپان حکومت نن وویل یوه (۱) کشتۍ او یوه(۱) ګزمه کونکی الوتکه له دوه سوه شپیتو (۲۶۰) پوځیانو سره یوځاې د جاپان د کشتیو د ساتنې او دغه راز د تیلو د کشتیو د امنیت د تضمین لپاره عمان سمندر او باب المندب اوبلارې ته استوی .
د جاپان حکومت دغه عسکر د راتلونکی میلادی کال د جنورۍ په دوهمه (۲) نیمایی کښې مینځنی ختیځ ته استوی چې البته د دوې په ماموریت کښې هرمز اوبلاره نه ده شامله .
کیوډو خبری اژانس ټینګار وکړ د جاپان حکومت فیصله کړی ده په هرمز اوبلارې کښې د امریکا په سرپرستۍ سمندری ائتلاف کښې شامل نشی چې د ایران له اسلامی جمهوریت سره خپلو دوستانه اړیکو ته د تاوان د رسیدا مخه ونیسی .
د خارجی هیوادونو د لاسوهنو په دلیل په فارس خلیج سیمه کښې له تاوتریخوالی سره سره امریکا څه موده مخکې په فارس خلیج کښې د کشتیو د تګ راتګ د امنیت د ساتلو په پلمه د دغه هیواد تر څارنې لاندې په یوه (۱) ائتلاف کښې دنورو هیوادونو د ګډون موضوع مطرح کړه داسې موضوع چې د ډیرو هیوادونو له سوړ غبرګون سره مخ شوه او هیڅ چا ورته پام ونکړ .
د ایران اسلامی جمهوریت په ځلونو ټینګار کړی دی چې د فارس خلیج د امنیت مسولیت د سیمې د هیوادونو پرغاړه دی او په دغه سیمه کښې د خارجی ځواکونو شتون د دغه سیمې له سولې او ثبات سره هیڅ مرسته نه کوی .