د امریکا ولسمشر د ایران له ګواښلو شاتګ وکړ
Jan 09, 2020 05:06 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وایی د امریکا په مشرانو جرګې سینا کښې د ریپبلیکن ګوند یوشمیر غړو بیګا د ایران له ګواښلو د ولسمشر ترمپ د شاتګ هرکلی وکړ .
د امریکا د مشرانو جرګې غړو لینډسی ګراهم ، جیم اینهوف ، جیم ریش ، ټیم کین او رینډ پال هر یوه (۱) په خپلو څرګندونو کښې د ایران له ګواښلو د ولسمشر ټرمپ شاتګ په لویدیځې اسیا کښې د تاوتریخوالی د کمولو په لړ کښې یو (۱) قدم وباله .
د امریکا ولسمشر ټرمپ چې په تیرو څو ورځو کښې یې په ایران کښې په یوشمیر کلتوری مرکزونو د حملې خبره کوله پرون د ایران د اسلامی جمهوریت له توغندوی حملې وروسته په یوې (۱) وینا کښې د ایران پرضد له هر ډول پوځی ګواښ څخه شاتګ وکړ او په لړزانه غږ سره یې له ایران سره د سولې او په مینځنی ختیځ کښې د امریکا د عسکرو د شمیر د کمولو خبره وکړه .
ټیګونه