هند بلاسټیک توغندی ازمویلی دی
هند بلاسټیک توغندی ازمویلی دی
Jan 20, 2020 06:24 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د هندوستان دفاعي چارواکو وویل چې دغه هیواد یو(۱) بلاسټیک توغندی چې اټومي خولۍ وړلی او له سمندري اوبتل څخه د ویشتل کیدا امکان لري ازمویلی دی .
د هندوستان دفاعي چارواکو وویل دغه توغندی چې درې زه پینځه سوه (۳۵۰۰) کلومیټره واټن لري د هیواد په اوړیسا صوبې کښې په« عبدل الکلام »جزیرې کښې له اوبو لاندې یوه(۱) پلیټ فارم څخه په بریالیتوب سره توغول شوی دی .
هندوستان دتیر میلادي کال د دسمبر په لومړۍ(۱) نیټه هم په بریالیتوب سره اګني درې ډوله بلاسټیک توغندی چې اټومي خولۍ وړلی شي ازمویلی وو .
هندوستان تل له پاکستان سره په ښکاره وسله والۍ سیالۍ کښې د بیلابیلو توغندیو په ازمویلو سره د خپل پوځي قدرت د زیاتولو هڅه کوي .
ټیګونه