د افغانستان په چارو کښې د چین نوی استازی وټاکل شو
Jan 23, 2020 01:30 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي پیکینګ حکومت د افغانستان په چارو کښې دچین نوی استازی وټاکه .
د چین حکومت پرون وویل چې چین لي جیان د افغانستان په چارو کښې د پیکینګ د نوي استازي په توګه ټاکل شوی او هغه د ډنګ شي جون ځای ناستی شوی دی .
د چین د خارجه وزارت ویاند ګینګ شوانګ وویل چین لي جیان تجربه لرونکی ډيپلوماټ دی او له دې مخکې په افغانستان ، مالیزیا او پاکستان کښې د چین سفیر پاتی شوی او له چارو سره بلد سړی دی .
د چین د خارجه وزارت ویاند وویل پیکینګ به په افغانستان کښې د سولې او د ثبات د ټینګیدا لپاره زر تر زره خپل رغنده رول ولوبوي .
چین مخکې هم ویلي وو چې د افغانستان د حکومت او د ګوندونو او د طالبانو ترمینځ د سولې د پراخ بنسټه خبرو اترو ملاتړ کوي .
ټیګونه