کرونا ویروس دچینیانو په وسیله پاکستان ته هم رسیدلی
د پاکستان او چین ترمینځ د تاؤدو اړیکو په دلیل ، هره ورځ په سلګونو پاکستاني او چیني تاجران او محصیلین د دواړو هیوادونو ترمینځ تګ راتګ کوي چې له امله ئې په پاکستان کې هم د کرونا ناروغۍ د خپریدا چانس ډير زیات دی .
زمونږخبریال د سحر اردو ټيلیویژني چینل له قوله راپورراکړ دپاکستنا په لاهور کې د یوه روغتون سرچینو په کرونا ویروس په پاکستان کې د دیره درو چینیانو ککړیدا تائيد کړې ده .
د لاهور ددغه روغتون دډاکټرانو په وینا،په دغه روغتون کې په کرونا ویروس دککړو چینیانو لپاره ځانګړي تابیاوې په نظر کې نیول شوي دي .
د پاکستان او چین ترمینځ د تاؤدو اړیکو په دلیل ، هره ورځ په سلګونو پاکستاني او چیني تاجران او محصیلین د دواړو هیوادونو ترمینځ تګ راتګ کوي چې له امله ئې په پاکستان کې هم د کرونا ناروغۍ د خپریدا چانس ډير زیات دی .
دچین د اطلاعاتو وزارت د وروستي راپور په اساس ، تر دې دمه د کرونا ویروسي ناروغۍ له امله کابو۵۶ چینیان وژل شوي او نولس سوه پنځه اتیا نور په دغې ناروغۍ ککړ شوي دي .
پر چین سربیره تر دې دمه د تایلینډ ،ویتنام،سنګاپور ،جاپان ، جنوبی کوریا ،تایوان ،نیپال ، فرانسه ، امریکا، آذربایجان جمهوریت ،آسټریلیا او ملایشیا کې هم په دغې ناورغۍ ککړ کسان لیدل شوي دي .