د پیړۍ له معاملې سره د مقابلې لپاره د فلسطین انتخابونه :-
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87557-د_پیړۍ_له_معاملې_سره_د_مقابلې_لپاره_د_فلسطین_انتخابونه
هماغه ډول چې د امریکا ولسمشر ټرمپ ادعا وکړه په راتلونکو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې باید د پیړۍ د معاملې د پلان مخ کتنه وشي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 27, 2020 12:38 Asia/Kabul
  • د پیړۍ له معاملې سره د مقابلې لپاره د فلسطین انتخابونه :-

هماغه ډول چې د امریکا ولسمشر ټرمپ ادعا وکړه په راتلونکو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې باید د پیړۍ د معاملې د پلان مخ کتنه وشي .

د امریکا ولسمشر ټرمپ  نتانیاهو او بني ګانټس چې د اسرائیلو د لومړي وزارت لپاره اصلي کاندیدان دي ته بلنه ورکړه چې واشنګټن ته ورشي .

ټاکل شوي ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ له نتانیاهو او بني ګانټس سره په کتنې کښې په رسمي ډول د پیړۍ د معاملې مخ کتنه وکړي .

د پیړۍ د معاملې د توکمیز پلان پراساس له عربو هیوادونو سره د صهیونیسټ رژیم ټولې اختلافي ځمکې په تیره بیا فلسطین سیمه به صهیونیسټ رژیم ته وسپارل شي .

د فلسطین کډوال خپل هیواد ته د بیرته ستنیدا حق نلري فلسطین به د وسلو له لرلو بې برخې شي او یوازې به د ښاري پولیسو لپاره د سپکو وسلو د لرلو حق ولري .

د فلسطین ډلو له دغه توکمپال پلان سره د سخت مخالفت په ترڅ کښې وویل چې له دغه پلان سره به مقابله وکړي .

خو مهمه پوښتنه دا ده چې فلسطین له دغه پلان سره د مقابلې لپاره څه انتخابونه لري .؟

داسې ښکاري ترټولو مهم  انتخاب مقاومت دی .

د فلسطین ډلو د تیر میلادي کال له مارچ میاشتې راهسې تراوسه د بیرته د ستنیدا دحق په نوم د مظاهرو په ترسره کولو سره وښودله چې له دغه توکمپال پلان سره نه یوازې موافقت نه کوي بلکې د هغه په وړاندې به مقاومت هم وکړي .

که څه هم د امریکا ولسمشر ټرمپ په تیرو دریو (۳) کلونو کښې چې په قدرت کښې دی  ثابته کړه چې نړیوالې ټولنې او عمومي افکارو ته له پام کولو پرته خپل سیاستونه په یواړخیز ډول تعقیبوي خو مقاومت ډلې د پیړۍ د  معاملې د توکمیز پلان په وړاندې په دې سربیره چې هغه د فلسطین د خلکو لخوا په رسمیت نه دپیژندلو او د نه منلو په معنا ده د صهیونیسټ رژيم لپاره هم درنې پایلې لرلی شي .

د سویزرلینډ ټاکس انسایګر ورځپاڼې په یوې (۱) شننې کښې د امریکا دغه پلان د فلسطین د خلکو کاپیتولاسیون ( capitulation ) وباله او ویې لیکل ولسمشر ټرمپ غواړي چې د کلنګ اخیستلو له لارې دا دول موافقې ته ورسیږي او د سولې پرځاې به په سیمه کښې جنګونه زیات شي .

د پیړۍ د معاملې د  توکمیز پلان په مقابل کښې د فلسطین د خلکو بل انتخاب د سولې له  موافقو وتل دي .

د فلسطین او د اسرائیلو ترمینیځ ترټولو مهمه موافقه په نولس سوه درې نویم  (۱۹۹۳) او نولس سوه پینځه نویم (۱۹۹۵)میلادي کلونو کښې د اوسلو ( Oslo) د سولې موافقه وه .

د اوسلو د موافقې پراساس د اردن سین لویدیځه غاړه په دریو ()سیمو یعني ای(A) ، بي(B) او سي (C)باندې وویشل شوه چې له ترتیب سره سم د ملکیانو او د فلسطین د امنیتي ځواکونو ، د ملکیانو او د اسرائیلو د امنیتي ځواکونو او د ملکیانو او د اسرائیلو د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده .

ټاکل شوي وه د اوسلو تړون چې په نولس سوه نهه نویم (۱۹۹۹) میلادي کال کښې پاې ته ورسیږي خو د فلسطین او د اسرائیلو لخوا په یوې(۱) موافقې سره په ضمني ډول تمدید شو .

د فلسطین لوړرتبه مرکچي صائب عریقات د پیړۍ د معاملې د مخ کتنې لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل د فلسطین ازادي غواړي غورځنګ یعني پي ایل او له موقته موافقې څخه چې د اوسلو د تړون مهمه برخه ده وتل د ځان لپاره محفوظ ګني .

هغه وویل که چیرې د امریکا ولسمشر ټرمپ د پیړۍ د معاملې د پلان مخ کتنه وکړي نو فلسطین به له اوسلو تړون څخه ووځي .

نړیوالو ټولنو ته شکایت کول هم د فلسطین د خلکو په وړاندې یو(۱) بل انتخاب دی .

که څه هم د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د امریکا د ویټو حق په دلیل دغه شورا ته شکایت کول به عملا د فلسطین لپاره هیڅ بریا ونلري خو د هیګ په نړیوالې محکمې کښې د شکایت امکان او دغه راز د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو د غور لپاره نړیوالې محکمې ته د شکایت کولو امکان شته .