د روغتیا د نړیوال سازمان مشر چین ته لاړ
Jan 27, 2020 13:12 Asia/Kabul
په چین کښې د کُرونا وایرس د خپریدو په وجه د هیوادونو د ډیرو خلکو له اندیښنې وروسته د روغتیا د نړیوال سازمان مشر بیجنګ ته ورسید.
د ایرنا د خبر له مخې ټاکل شوې چې ټِدروس آدانوم په دغه سفر کښې د چین له چارواکو سره ملاقاتونه وکړي او ورسره د کرونا وایرس د خپریدو د چټکتیا د کمولو د لارو چارو په هکله سلامشورې وکړې.
دا سفر په داسې حال کښې شوی دی چې په چین کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو شمیر دریو زرو ته رسیدلی او اتیا کسانو سرونه بایللې دي.
په دې لړ کښې یو بل خبر دا چې د کرونا وایرس له چټکې پراختیا وروسته د چین وزیراعظم لي کي چیانګ د دغې ناروغۍ مرکز ووهان ښار ته تلی دی.
ویل کیږي چې د ووهان ښار زیاتره اوسیدونکي د ویرې په وجه له دغه ښاره په تیښته دي.
ټیګونه