هنددکشمیرپه اړه د میانځګړیتوب لپاره دملګروملتووړاندیز ردکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88019-هنددکشمیرپه_اړه_د_میانځګړیتوب_لپاره_دملګروملتووړاندیز_ردکړ
ګوتریش وویل چمتو دې د پاکستان او هند ترمینځ د میانځګړیتوب لپاره له خپلو ظرفیتونو استفاده وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 17, 2020 08:46 Asia/Kabul
  • هنددکشمیرپه اړه د میانځګړیتوب لپاره دملګروملتووړاندیز ردکړ

ګوتریش وویل چمتو دې د پاکستان او هند ترمینځ د میانځګړیتوب لپاره له خپلو ظرفیتونو استفاده وکړي .

د ایرنا له راپور سره سم د هند د خارجه وزارت ویندوی راویش کمار نن وویل هندوستان د کشمیر د مسلې د اواری لپاره د هیڅ دریم هیواد یا سازمان رول نه مني . هغه زیاته کړه کشمیر د هند نه بیلیدونکی برخه ده او دا حقیقت به بدل نشی .

د ملګرو ملتو سرمنشی ګوتریش پرون د کشمیر پرسر په تیر یوه کال کی د هند او پاکستان ترمینځ د تاوتریخوالیو په سختیدا د اندیښنې په څرګندولو سره  له لورو وغوښتل چی په زیات زغم ، ډیپلوماسۍ او خبرو اترو سره د اختلافاتو د اواری لپاره ګامونه پورته کړي .

ګوتریش وویل چمتو دې د پاکستان او هند ترمینځ د میانځګړیتوب لپاره له خپلو ظرفیتونو استفاده وکړي . هند له دې مخکې هم د کشمیر د مسلې په اړه د ملګرو ملتو له میانځګړیتوب سره مخالفت کړی وو .

د هند په اپوټه پاکستان د کشمیر د مسلې د اواری غوښتنه کوی او تراوسه یې څو ځله په نړیوالو ټولنو کې د کشمیر مسله مطرح کړی او د هیوادونو د میانځګړیتوب غوښتنه یې کړی ده .