کورونا وایروس د چین یوسل اته نور ښاریز هم وژلي
Feb 20, 2020 02:56 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په چین کښې د کورونا وایروس له کبله یوسل اته (۱۰۸) نور کسان هم وژل شوي دي او اوس د دغه وایروس له کبله د وژل شویو کسانو شمیر دوه زره یوسل دولسو (۲۱۱۲) ته رسیدلی دی .
په چین کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر هم له څلوراویا زره (۷۴۰۰۰) کسانو څخه زیات شوی دی .
د چین چارواکو وویل په هیواد کښې په کورونا ویروس ککړو کسانو کښې ډاکټران او نرسانې هم ترسترګو کیږي .
ټیګونه