د پاکستان نوم په خړ فهرست کښې پاتی شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88126-د_پاکستان_نوم_په_خړ_فهرست_کښې_پاتی_شو
زمونږ خبریال وايي د مالي اقدام ځانګړي ډلې فیصله وکړه چې د پاکستان نوم تر راتلونکي جون میاشتې پورې د هغو هیوادونو په خړ فهرست کښې وساتي کوم چې د ترهګرۍ د مالي تامین او د پیسو د وینځلو د مخه په نیولو کښې کافي کنټرول نلري .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 22, 2020 02:16 Asia/Kabul
  • د پاکستان نوم په خړ فهرست کښې پاتی شو

زمونږ خبریال وايي د مالي اقدام ځانګړي ډلې فیصله وکړه چې د پاکستان نوم تر راتلونکي جون میاشتې پورې د هغو هیوادونو په خړ فهرست کښې وساتي کوم چې د ترهګرۍ د مالي تامین او د پیسو د وینځلو د مخه په نیولو کښې کافي کنټرول نلري .

د مالي اقدام ځانګړي ډلې پرون په یوې(۱) بیانیې کښې وویل د دغه ډلې غړو هیوادونو موافقه وکړه چې د پاکستان نوم هماغه راز په خړ فهرست کښې وساتي .

دغه راز چین د پاکستان د هڅو قدرونه وکړه .

د چین خارجه وزارت مخکې وویل چې د مالي اقدام د ځانګړي ډلې اکثرو غړو د ترهګرۍ د مالي تامین د مخه دنیولو لپاره د پاکستان په هڅو اعتراف  کړی دی .