امریکې ته مه ځئ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88208-امریکې_ته_مه_ځئ
چین هیواد خپلو خلکو ته امریکې ته د سفر نه کولو سپارښتنه وکړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2020 04:23 Asia/Kabul
  • امریکې ته مه ځئ

چین هیواد خپلو خلکو ته امریکې ته د سفر نه کولو سپارښتنه وکړه

د چین د کلتور او سیاحت وزارت د خپل هیواد خلکو ته د ناوړه سلوک او هم داشان امنیتي وضعې په شان دلایلو په وجه امریکې ته د سفر په هکله خبرداری ورکړ.

د چین د کلتور او سیاحت وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل: امریکې له کورونا وایرس سره د مقابلې په پلمه په دغه هیواد کښې د چیني ښاریزو خلاف داسې غیرمنصفانه کړچار او تندلارې اقدامات لرلې دي چې د بیجنګ له خوا د منلو وړ نه دي.

له دې مخکښې د چین خارجه وزیر وانګ يي هم ویلې وو چې امریکا حق نه لري له کورونا وایرس سره د مقابلې په بهانه داسې تابیاوې وکړي چې مسافرت، سیاحت او تجارت له خطر او محدودیت سره مخامخ کړي.

امریکا په هغو وړومبنیو هیوادونو کښې شامله وه چې د کورونا له راڅرګندیدو وروسته یې خپل هیواد ته د چینیانو ورتګ محدود کړ.