امریکا او بریتانیا د سپین خولیو ملاتړ کوي
Feb 28, 2020 02:25 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنې استخباراتي ادارې مشر سرګي ناریشکین وویل د امریکا او د انګلستان جاسوسۍ ادارې له سوریې سره په جنګ کښې د استفادې لپاره د سپین خولیو ډلې ملاتړ کوي .
هغه وویل د سپین خولیو ډله د امریکا او د بریتانیا د جاسوسۍ ادارو په مالي ملاتړ سره د سوریې پرضد استخباراتي جنګ ته دوام ورکوي .
نارشکین وویل د سپین خولیو ډلې د حقیقتونو د بدلولو یو(۱) مورد د سوریې د پلازمینې دمشق په خوا کښې په دوما ښار کښې د کیمیاوي وسلو د کارولو په هکله د صحنې برابرول وو چې جعلي توب یې ټولو خلکو ته ورښکاره شوی وو .
ټیګونه