په کیلي فورنیا کښې ۳۳ کسان کورونا وایروس لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88293-په_کیلي_فورنیا_کښې_۳۳_کسان_کورونا_وایروس_لري
زمونږ خبریال وايي د امریکا د کیلي فورنیا ایالت والي ګاوین نیوسام () په دغه ولایت کښې په کورونا وایروس د درې دیرشو (۳۳) کسانو د ککړیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 28, 2020 03:17 Asia/Kabul
  • په کیلي فورنیا کښې ۳۳ کسان کورونا وایروس لري

زمونږ خبریال وايي د امریکا د کیلي فورنیا ایالت والي ګاوین نیوسام () په دغه ولایت کښې په کورونا وایروس د درې دیرشو (۳۳) کسانو د ککړیدا خبر ورکړ .

هغه وویل په کیلي فورنیا ایالت کښې د درې دیرشو (۳۳) کسانو د کورونا ازموینې مثبتې اعلان شوي او اته زره او څلور سوه (۸۴۰۰)نور کسان تر طبي څارنې لاندې ورغلي دي .

د امریکا ټروت اوټ خبري سایټ هم دې ته په اشارې سره چې په هیواد کښې اتویشت (۲۸)میلیونه خلک د بیمې خدمات نلري په امریکا کښې د کورونا وایروس خپریدل غمیزه وبلله .

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او د مخه د  نیولو مرکز هم وړمه ورځ په هیواد کښې په کورونا وایروس د نهه پنځوس (۵۹)کسانو دککړیدا خبر ورکړی وو .