د امام علي علیه السلام نیکمرغه میلاد مو مبارک شه
د نړۍ د مسلمانانو د وړومبني معصوم امام حضرت علي علیه السلام د زوکړې په کلیزه کښې ټول اسلامي ایران په جشن او خوښیو کښې ډوب دی.
نن د ۱۴۴۱ هجري قمري کال د رجب یا بزرګې د میاشتې دیارلسمه نیټه د امیر المومنین امام علي علیه السلام د ولادت کلیزه ده.
حضرت علي بن ابي طالب علیه السلام په خانه کعبه کښې دنیا ته راغی او له وړوکوالي څخه یې د اسلام د ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په خوا کښې پالنه او روزنه وشوه.
حضرت علي علیه السلام وړومبنی سړی و چې په اسلام یې ایمان راوړه او د رسول الله مبارک له خوا د اسالم د مبین دین د تبلیغ او ترویج په ټولو پړاؤنو کښې د هغه حضرت ترټولو نزدې او اصلي ملاتړی و.
د ایران د اسلامي جمهوریت په کال هنداره کښې د نړۍ د شیعیانو د اولني امام د زوکړې کلیزه (د پلار ورځ) نوموله شوې ده.
مونږ هم د خوشالۍ په دې موقع د نړۍ تولو مسلمانانو په تیره بیا د حضرت محمد رسول الله(ص) د پاکې کورنۍ مینه والو او تاسو قدرمنو دوستانو ته د زړه له تله مبارکي وایو.