په چین کښې کورونا وایروس نور کسان هم ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88571-په_چین_کښې_کورونا_وایروس_نور_کسان_هم_ووژل
ایرنا خبري اژانس وايي د چین د روغتیا وزارت وویل په دغه هیواد کښې په کورونا وایروس نور دوه ویشت(۲۲) ککړ کسان مړه شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 11, 2020 09:19 Asia/Kabul
  • په چین کښې کورونا وایروس نور کسان هم ووژل

ایرنا خبري اژانس وايي د چین د روغتیا وزارت وویل په دغه هیواد کښې په کورونا وایروس نور دوه ویشت(۲۲) ککړ کسان مړه شول .

د چین د  روغتیا وزارت نن وویل د کورونا وایروس له کبله د نورو دوه ویشتو (۲۲) کسانو په مړ کیدا سره په دغه هیواد کښې د دغه منحوسې ناروغۍ له کبله د  مړو کسانو شمیر درې زره او یوسل اته پنځوس (۳۱۵۸) ته ورسید .

د چین د روغتیا وزارت وویل تر نن سهار پورې په هیواد کښې په کورونا د ککړو کسانو شمیر اتیا زره (۸۰۰۰۰) تنو ته رسیدلی چې یوشپیته زره او څلور سوه پینځه اویا (۶۱۴۷۵)کسان ښه شوي هم دي .

کورونا وایروس اوس د نړۍ کابو دوه سوه (۲۰۰) هیوادونو ته رسیدلی دی او په ترکیې کښې هم یوه(۱) ښاریز ته کورونا وایروس لګیدلی دی .