د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تورخم سرحدی لاره وتړل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88680-د_پاکستان_او_افغانستان_ترمینځ_د_تورخم_سرحدی_لاره_وتړل_شوه
ازبکستان ، تاجیکستان او ترکمنستان هم د کروناویروس له ویري له افغانستان سره پولې تړلي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 16, 2020 09:39 Asia/Kabul
  •  د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تورخم سرحدی لاره وتړل شوه

ازبکستان ، تاجیکستان او ترکمنستان هم د کروناویروس له ویري له افغانستان سره پولې تړلي دي

د صدای افغان خبري اژانس له راپور سره سم پاکستان تر دې مخکې ویلي وو چې د مارچ میاشتې له ۱۶ مې نېټې څخه به  د تورخم لار وتړي، چې له ژمنې سره سم یې نن دغه لویه لار د تګ راتګ او همداراز د سوداګرۍ راکړې- ورکړې په مخ تړلې ده.

تر دې وړاندې  په کابل کې د پاکستان سفارت افغانانو ته د ویزو په ورکولو هم بندیز لګوی دی، او د کرونا ویروس له وجې دغه بهیر ځنډول شوی دی.

دا مهال افغانستان او پاکستان کې د کورونا ویروس یو شمېر پېښې ثبت شوي، چې له همدې امله د یاد ویروس د لاډېر خپرېدو د مخنیوي په دلیل د تورخم لاره  تړلې  شوی ده.ازبکستان ، تاجیکستان او ترکمنستان هم د کروناویروس له ویري له افغانستان سره پولې تړلي دي .

دا په داسې حال کی دي چی په افغانستان کی په کرونا د اخته کسانو شمیر ۲۱ او پاکستان کې هم کابو۹۰ کسانو ته زیات شوی دې .

 

.