دحضرت محمد مصطفی (ص) د بعثت اختر دې ټولوټه مبارک وي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88787-دحضرت_محمد_مصطفی_(ص)_د_بعثت_اختر_دې_ټولوټه_مبارک_وي
حضرت محمد مصطفی (ص) له سترو الهی پیغمبرانو څخه د وروستی پیغمبر په توګه غوره شو تر څو هغه جاهلی ټولنه چی په جهالت او بی اخلاقۍ کې ډوبه وه ، د اخلاق ، انسانی کرامت او عزت نفس په لور وبولي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 22, 2020 01:54 Asia/Kabul
  • دحضرت محمد مصطفی (ص) د بعثت اختر دې ټولوټه مبارک وي

حضرت محمد مصطفی (ص) له سترو الهی پیغمبرانو څخه د وروستی پیغمبر په توګه غوره شو تر څو هغه جاهلی ټولنه چی په جهالت او بی اخلاقۍ کې ډوبه وه ، د اخلاق ، انسانی کرامت او عزت نفس په لور وبولي .

نن د ۱۴۴۱ هجری قمری کال د رجب د مبارکې میاشتې ۲۷ چی د ۲۰۲۰ میلادی کال د مارچ له ۲۲ نیټې سره برابره ده ، د اسلام د عظیم الشان پیغمبر د مبعث له ورځې سره سمون خوري .

د مبعث اختر هغه ورځ ده چی حضرت محمد مصطفی (ص) په څلویښت کلنۍ کې په غار حرا کې د خداوند متعال له لوری او جبرییل په وسیله په  پیغمبرۍ غوره شو .

حضرت محمد مصطفی (ص)  له سترو الهی پیغمبرانو څخه د وروستی پیغمبر په توګه غوره شو تر څو هغه جاهلی ټولنه چی په جهالت او بی اخلاقۍ کې ډوبه وه ، د اخلاق ، انسانی کرامت  او عزت نفس په لور وبولي .

 د پیغمبر اکرم ص  بعثت باید د نړۍ د ستر  اخلاقی او اسلامی تمدن د جوړیدا پیلامه وبولو چی انسانان یې د تاریخ په اوږدو کې له فکری او عقیدتی ککړتیاو وژغورل .

د اسلام ستر پیغمبر دبهترین او بشپړه اشمانی کتاب په توګه د قران کریم په معجزې سره مبعوث شوې دې ، هغه بعثت چی د شبری ژوند په ډګر کی د انسانی ارزښتونو ظهور او نور وو .

د ایران د اسلامی جمهوریت راډیو او ټیلی ویژن اداره د نړۍ د مسلمانانو د ستر اختر د رارسیدا په مناسبت د حضرت محمد مصطفی ص د بعثت کلیزه د  نړۍ درستو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو ګرانو میناوالو ته مبارکی وړاندی کوي .