د اروپا ښاریزو د ډاکټرانو ستاینه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88799-د_اروپا_ښاریزو_د_ډاکټرانو_ستاینه_وکړه
زمونږ خبریال وايي د اروپايي هیوادونو ښاریزو د خپلو کورونو په بالکونیو کښې په دریدا سره چک چکې ووهلې او له کورونا وایروس څخه د اغیزمنو شویو خلکو د طبي درملنې په خاطر یې د ډاکټرانو او د نرسانو ستاینه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 22, 2020 12:03 Asia/Kabul
  • د اروپا ښاریزو د ډاکټرانو ستاینه وکړه

زمونږ خبریال وايي د اروپايي هیوادونو ښاریزو د خپلو کورونو په بالکونیو کښې په دریدا سره چک چکې ووهلې او له کورونا وایروس څخه د اغیزمنو شویو خلکو د طبي درملنې په خاطر یې د ډاکټرانو او د نرسانو ستاینه وکړه .

د چین له ووهان ښار څخه خپرې شوي کورونا ناروغۍ اوس د نړۍ څه دپاسه یوسل پینځه اتیا (۱۸۵) هیوادونو ته خپره شوي ده او ټوله دنیا یې له تشویش سره مخ کړي ده .

له چین وروسته ایټالیا او فرانسه له ټولو هیوادونو څخه زیات له کورونا وایروس څخه اغیزمن شوي دي او په دغه ناروغۍ د کنټرول لپاره چیرې چې د اروپايي هیوادونو ښاریز په ویرې کښې ورغلي دي هلته د همت د زیاتولو کوششونه هم لیدل کیږي .

د همت لرونکو  ډاکټرانو او نرسانو د حوصلې د زیاتولو او د هغوې د ستاینې لپاره د فرانسې او د ایټالیا په شمول د اروپیايي هیوادونو ښاریزو د خپلو کورونو په بالکونیو کښې په دریدا سره چک چکې ووهلې او سندرې یې وویلې .