کرونا په درستې امریکا کې په سترې غمیزې بدله شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89293-کرونا_په_درستې_امریکا_کې_په_سترې_غمیزې_بدله_شوي
وروستي راپورونه ښئ چې تر دې دمه په ا مریکا کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر پنځه لکه پنځه زره دوه دیرش او دقربانیانو شمیر ئې هم دوه ویشت زره دوه سوه شل تنو ته رسیدلی او د نړۍ دهیوادونو په سر کې راغلې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 13, 2020 09:39 Asia/Kabul
  • کرونا په درستې امریکا کې په سترې غمیزې بدله شوي

وروستي راپورونه ښئ چې تر دې دمه په ا مریکا کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر پنځه لکه پنځه زره دوه دیرش او دقربانیانو شمیر ئې هم دوه ویشت زره دوه سوه شل تنو ته رسیدلی او د نړۍ دهیوادونو په سر کې راغلې ده .

زمونږخبریال د هیل خبری سایټ له قوله راپور راکړی،  په امریکا کې دکرونا بحران په ډيرې زیاتیدا پسې ددغه هیواد په تاریخ کې لومړي ځل په درستو ایالتونو کې د سترې غمیزې وضعیّت اعلان شوی دی .

  راپور ښئ ،د امریکا په ترټولو وروستي ایالت وایو مینګ  کې  دسترې غمیزې  وضعیَت   په هماغې ورځې  اعلان شوی ، چې دغه هیواد دغه هیواد په کرونا ویروس د ککړیدا  له امله د مړو شمیر  له ایټالیا هم زیات شو او  د نړۍ د هیوادونو په سر کې ئې مقام وموند .

 د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  چې څه موده مخکې ئې د کرونا د نه کنټرولولو په دلیل پر چین او نورو هیوادونو ملنډې وهلې ،  پرون ئې په یوه ټولنیز پیغام کې  د امریکاپه ټولو پنځوسو ایالتونو کې دسترې غمیزې وضعیّت  په اعلانولو سره  هیله کړې ،امریکا له کرونا سره په جنګ کې بریالۍ شي .

ټرمپ دوه ورځې مخکې په درستې امریکا کې  بیړنۍ حالت اعلان کړی ؤ .

Image Caption

  دامریکا دقوانینو په ا ساس ،د :سترې غمیزې وضعیّت : له بیړني وضعیّت سره  توپیر لري او هغه وخت  اعلانیږي ، چې  د یوه بحران  د ځواب امکان   له ایالتي او ځاي توانمنیو په ټولګې کې نه وي .