کرونا په درستې امریکا کې په سترې غمیزې بدله شوي
وروستي راپورونه ښئ چې تر دې دمه په ا مریکا کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر پنځه لکه پنځه زره دوه دیرش او دقربانیانو شمیر ئې هم دوه ویشت زره دوه سوه شل تنو ته رسیدلی او د نړۍ دهیوادونو په سر کې راغلې ده .
زمونږخبریال د هیل خبری سایټ له قوله راپور راکړی، په امریکا کې دکرونا بحران په ډيرې زیاتیدا پسې ددغه هیواد په تاریخ کې لومړي ځل په درستو ایالتونو کې د سترې غمیزې وضعیّت اعلان شوی دی .
راپور ښئ ،د امریکا په ترټولو وروستي ایالت وایو مینګ کې دسترې غمیزې وضعیَت په هماغې ورځې اعلان شوی ، چې دغه هیواد دغه هیواد په کرونا ویروس د ککړیدا له امله د مړو شمیر له ایټالیا هم زیات شو او د نړۍ د هیوادونو په سر کې ئې مقام وموند .
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ چې څه موده مخکې ئې د کرونا د نه کنټرولولو په دلیل پر چین او نورو هیوادونو ملنډې وهلې ، پرون ئې په یوه ټولنیز پیغام کې د امریکاپه ټولو پنځوسو ایالتونو کې دسترې غمیزې وضعیّت په اعلانولو سره هیله کړې ،امریکا له کرونا سره په جنګ کې بریالۍ شي .
ټرمپ دوه ورځې مخکې په درستې امریکا کې بیړنۍ حالت اعلان کړی ؤ .
دامریکا دقوانینو په ا ساس ،د :سترې غمیزې وضعیّت : له بیړني وضعیّت سره توپیر لري او هغه وخت اعلانیږي ، چې د یوه بحران د ځواب امکان له ایالتي او ځاي توانمنیو په ټولګې کې نه وي .
وروستي راپورونه ښئ چې تر دې دمه په ا مریکا کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر پنځه لکه پنځه زره دوه دیرش او دقربانیانو شمیر ئې هم دوه ویشت زره دوه سوه شل تنو ته رسیدلی او د نړۍ دهیوادونو په سر کې راغلې ده .