د امریکا ځانګړی استازی خلیل زاد پاکستان ته تللی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89331-د_امریکا_ځانګړی_استازی_خلیل_زاد_پاکستان_ته_تللی
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د بهرنیو عسکرو له امریکايي قومندان سره یوځاې پرون پاکستان ته په نه اعلان شوي سفر کښې د دغه هیواد د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجو سره د افغانستان د سولې د بهیر په شمول د سیمې د امنیتي بدلونونو په هکله سلامشوره وکړه
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 15, 2020 07:26 Asia/Kabul
  • د امریکا ځانګړی استازی خلیل زاد پاکستان ته تللی

ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د بهرنیو عسکرو له امریکايي قومندان سره یوځاې پرون پاکستان ته په نه اعلان شوي سفر کښې د دغه هیواد د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجو سره د افغانستان د سولې د بهیر په شمول د سیمې د امنیتي بدلونونو په هکله سلامشوره وکړه

د پاکستان رسنیو وویل د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد او په دغه هیواد کښې د بهرنیو عسکرو قومندان جنرال سکاټ میلر په پنډۍ ښار کښې د پاکستان دپوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره کتنه او خبرې وکړې .

د امریکا ځانګړي استازي ، په افغانستان کښې د خارجي عسکرو امریکايي قومندان او د پاکستان د پوځ مشر په دغه کتنې کښې د سیمې د امنیتي په تیره بیا د افغانستان د حالاتو ، د سولې د بهیر او د افغان کډوالو د مسلې په  هکله بحث او دنظر تبادله وکړه .

د پاکستان د پوځ مشر باجوا ټینګار وکړ د کورونا وایروس د خپریدا په شان د مسلو  له رامینځته کیدا سره سره باید اجازه ورنکړو چې د افغانستان د سولې د خبرو اترو د پرمخ بیولو او د سولې او د ثبات لپاره د لورو سختو هڅو ته تاوان ورسیږي .