قرآني زېري (۱)
ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره قرآني زېري نومې لړ له وړومبنۍ برخې سره تاسو په خدمت کښې حاضر يوو.
ګلونو دوستانو لکه چې پوهېږئ قرآن مجيد د غوره ژوند تېرولو لپاره يو دستورالعمل دے او د روژې مبارکه مياشت د هغو تعليماتو د پېژندلو لپاره يوه ښه موقع ده. قرآني زيري نومې پينځلس پروګرامونه لرونکې لړۍ د قرآن مجيد د ځينو هغو مبارکو آيتونو چې د انسانانو ته د هغوي د نېکو کارونو او عملونو په وجه د زېري ورکونکي دي څېړنه کوو نو ښه ده پام ورته وکړئ.
د مياشتو مياشتو له مشکلو او ګرانو پېښو وروسته د رژې يا رمضان مبارکه مياشت له خپلو ټولو برکتونو او نعمتونو سره رارسېدلې ده او مسلمانان له هرڅه زيات عبادت او معنويت ته رابولي. هغه مياشت چې د خداے ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) د خداے پاک د مېلمستيا مياشت وبلله او خلق يې د دغې مياشتې احترام او ترې له زياتې نه زياته فائده اوچتولو ته دعوت کړي دي. د روژې مياشت له برکت او معنويته ډکه مياشت ده، د شناخت او معرفت د زياتېدو مياشت ده. د ترټولو وروستي او ترټولو بشپړه آسماني کتاب قرآن کريم تلاوت او مطالعه په دې مياشت کښې د اګاهۍ ترټولو مهمه ذريعه ده چې د لوستلو او پکښې د غور او فکر کولو زياته سپارښتنه شوې ده. قرآن مجيد د غوره ژوند تېرولو لپاره يو دستورالعمل دے او د روژې مبارکه مياشت د دغه ارزښتناک کتاب د تعليماتو د پېژندلو لپاره يو غوره فرصت او موقع ده. غواړو چې په دې مبارکه مياشت کښې چې د قرآن مجيد د نازلېدو مياشت هم ده د قرآن مجيد چې انسانانو ته د نېکو کارونو او عملونو زېرے ورکونکے دے د مبارکو آيتونو په اړه يو لنډ غوندې غور او فکر وکړوو.
د اسلام په تربيتي نظام کښې د انسانانو د تکامل او د هغوي د هدايت لپاره د تبشير او انذار له طريقې څخه استفاده کيږي. له تبشير نه مراد د نېکيو او الهي رحمت او مغفرت په اړه افراد هڅول، تحريکول او راغبول او ورته زېرے ورکول دي او له انذار نه مراد، له بدو او ناسمو کارونو څخه د خلقو ويرول، منعې کول او د خطر اعلانول دي. په قرآن مجيد کښې بيا بيا دا معنا راغلې ده چې هغه څه چې له زېري او ويرونطسره مل او د حق له منطق سره يوځاے د معصومو پېغبرانو لېږل د خداے پاک ذمه واري ده. اوس دا د خلقو خوښه ده چې په آزادانه توګه يا حق لاره مني او يا ضد او ذيل کوي. د سورۀ بقره په ۱۱۹ آيت کښې لولو، إِنَّا أَرْسَلْنَاکَ بِالْحَقِّ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلاَ تُسْأَلُ عَنْ أَصْحَابِ الْجَحِيمِ
زېرے ورکول او ويرول يا ګواښل د تربيتي انګېزو و اجتماعي حرکتونو يوه مهمه برخه تشکيلوي، په اصولي توګهد انسان حرکتونه د دوو عواملو تر تاثير لاندې دي: يو د ګټې حاصلول او بل له ضرر او تاوانه ځان ژغورل دي. انسانان د هغې جاذبې او دافعې په وجه چې يې لري هغه څه چې په خپله ګټه يې بولي حاصلوي او ترلاسه کوي يې، که هغه مادي ګټه وي او که معنوي، که انفرادي وي او که اجتماعي. د دې په مقابل کښې هغوي هغه څه چې په خپل تاوان يې بولي که هغه مادي وي او که معنوي او انفرادي يا اجتماعي وي ځان ترې ساتي. نو ځکه الهي انبياو او اولياو عليهم السلام د خلقو د تربيت او تکامل لپاره له دغو دوو ځواکونو استفاده کړې ده. پېغمبرانو عليهم السلام له دغې طريقې څخه په استفادې سره کړې شوي دي په خلقو باندې زيات تربيتي اثر ولري. د تربيتي چارو د کارپېژاندو له نظره هم پکار دے د نېکو کارونو په وجه د انسان حوصله افزائي اوشي او هم د بدو کارونو په وجه سزا ومومي چې په وړومبۍ لارې باندې د تګ او په دويمه لاره کښې د ګام نه اوچتولو لپاره زيات چمتووالے پېدا کړي.
يو هڅونکے او اميد ورکونکے تعليم هغه زيري او بشارتونه دي چې خداے پاک په قرآن مجيد کښې مومنانو ته ورکړي دي. انسان چې کله هغه غوره او خوږ راتلونکے چې خداے پاک د ښو خبرونو او يا د غوره حالت په قالب کښې ورلره برابر کړے دے ويني نو هيله من کيږي. په تېره بيا دا چې زېري د هغه ذات لخوا دي چې وعدې يې چټي نه دي او قوت او قدرت يې هم د هغو د پوره کولو لپاره له ټولو قوتونو او قدرتونو زيات دے.
له قرآني مفاهيمو څخه تبشير د بشارت او زېري په معنا دے چې مختلفې لغتي معنې يې ذکر شوې دي؛ لکه جمال، ښکلا، حُسن، خوشحالونکے خبر او ځينو هم بشر او مباشر يو شان ماده لرونکې بللي او ورلره يې يو اصل په نظر کښې لرلے دے چې مطلقه معنا يې د څېرې روڼوالے او پراختيا ده ؛ انسان ته هم له دې لحاظه بشر ويل کيږي چې د څېرې روڼوالے ورلره مخصوص دے.
په قرآني زېرو کښې يو مهم ټکے د صادق وعده کونکي په توګه په خداے پاک باندې ايمان لرل دي. په مبارکو آيتونو و روايتونو کښې په خدے پاک باندې د ښه ګمان کولو سپارښتنه شوې ده. ښه ګمان چې خوش بيني هم ورته ويل کيږي يو ډول د بل په اړه مثبت فکر لرل او له اندېښنې او منفي سوچ نه بغېر ورته کتل دي. نو له دې امله چې خداے پاک مطلق قادر او خالص خېر او له خپلو بندګانو سره له مينې او محبته ډک ذات دے او په زمان او مکان کښې هم مقيد نه دے، نو ځکه ورباندې ښه ګمان د ارامښت او راتلونکي ته د خوشبينۍ سبب کيږي.
د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) فرمائي: «قسم دې وي په هغه ذات چې بې له هغه بل خداے نشته، هيڅ يو مومن بنده په خداے ښه ګمان نه کوي مګر دا چې خداے ورسره د هم هغه ګمان مطابق عمل کوي، ځکه چې خداے پاک کريم ذات دے او ټولې خوبۍ يې په اختيار کښې دي او له دې شرم لري چې يو مومن بنده يې پرې ښه ګمان وکړي او د بنده د ګمان او اميد په خلاف ورسره چلند وکړي.» نو بس په خداے ښه ګمان کوئ او ورته متوجه شئ او په يوه وېنا کښې مومنانو ته نصيحت کوي چې په خداے پاک باندې ښه ګمان ولري ځکه چې په هغه باندې ښه ګمان د جنت بيه ده.
خداے پاک د بشر د سعادت او تربيت او کمال ته د هغه د رسولو لپاره هغه له زېري او ويرونې سره مل کړے دے او دغه غوره طريقه چې په هر مقام او هر موقعيت کښې وي د ټولو بندګانو په اړه اجرا کوي. الهي وعدې هم دنيوي دي چې په دنيا کښې د مومنانو په برخه کيږي لکه د نعمتونو لرل او په دښمنانو باندې کاميابي وغېره او اخروي زېري لکه همېشنے جنت او له نعمتونو ډک باغونه وغېره...
قرآن مجيد د مومنانو او صالحانو لپاره د زېرو ورکولو سرچينه ده او پکښې يادونه کيږي چې ايمانداران کسان چې نېک عمل کوي روښانه راتلونکي دې هيله من اوسي. ځکه چې خداے پاک ورته زېرے ورکړے دے او هيڅوک له خداے نه زيات په خپل قول عمل کونکے نشته. خداے پاک د سورۀ فصلت په دېرشم او يو دېرشم آيتونو کښې فرمائي:
« إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِکَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِی کُنْتُمْ تُوعَدُونَ»، «نَحْنُ أَوْلِيَاؤُکُمْ فِی الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِی الْآخِرَةِ وَلَکُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِی أَنْفُسُکُمْ وَلَکُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ»:
« هغه کسان چې يې وويل زمونږ رب الله دے ، بيا يې استقامت وکړ نو فرښتې پرې نازليږي ( او ورته وائي) مه ويريږئ او مه غمجن کيږئ او تاسو ته دې زېرے وي د هغه جنت چې تاسو ته يې وعده درکړې شوې ده. مونږ د دنيا په ژوند او آخرت کښې ستاسو مرستندويه يوو او ستاسو لپاره هر څه چې غواړئ په جنت کښې موجود دي او د هرڅه طلب چې کوئ درته به درکړې کيږي.» لکه چې له دغو آيتونو معلومه ده د خداے پاک د مرستې وعده يوازې له آخرت سره مخصوص نه ده او خداے په دې دنيا کښې له هغوي سره مرسته کوي. همدارنګ د سورۀ غافر په يوپنځوسم آيت کښې په دې ټکي تاکيد کوي او فرمائي: مونږ به په مسلمه توګه د خپلو رسولانو او هغو کسانو چې ايمان يې راوړے دے د دنيا په ژوند کښې او په هغه ورځ چې ګواهان به راپاڅيږي (يعنې د قيامت په ورځ) مرسته کوو.
دغه آيت په بشپړه او په زړۀ پورې تعبير دے چې په حقيقت کښې ټولې نېکې او څرګند صفتونه پکښې موجود دے، وړومبے له خداے پاک سره زړۀ تړل او ورباندې محکم ايمان پېدا کول، بيا ټول ژوند د ايمان په رنګ کښې رنګول او د هغه په محور کښې راوستل دي. زياتره هغه کسان چې له خداے سره د مينې او عشق دعوې کوي خو په عمل کښې استقامت نه لري هغوي هغه کسان سست او ناتوان کسان دي چې کله د شهتونو له طوفان سره مخامخيږي نو ايمان رخصتوي او په عمل کښې مشرک کيږي، او کله چې يې ګټې په خطر کښې پريوزي نو هم هغه کمزورے او مختصر ايمان هم له لاسه ورکوي. حضرت امام علي (ع) د نهج البلاغه په يوې خطبه کښې دغه آيت په يو ګويا او له معنې نه په ډک عبارت سره تفسيروي او د هغه له تلاوته وروسته فرمائي: « تاسو وويل چې زمونږ رب ا... دے نو اوس په خپله دغه خبره ټينګ اودريږئ، د هغه د کتاب د احکامو په ترسره کولو، په هغه لاره کښې چې يې حکم درکړے او د هغه د غوره پرستش په لاره کښې له استقامته کار واخلئ، د هغه د فرمان له دائرې مه اوځئ، د هغه په دين کښې بدعت مه رامنځته کوئ او هيڅکله ورسره مخالفت ونه کړئ.»
اسلام د ايمان، تقوا، صلحې او امنيت په سيوري کښې روښانه راتلونکي ته د هيلې زېرے ورکونکے دے. د قرآن له نظره راتلونکي ته هيله او اميد له الهي مشيت او ارادې سره اړوند دے. د الهي سنتو له مخې يوازې هغه کسان چې ځانونه د ايمان او نېک عمل په لاره کښې وګرځوي، حقيقي کاميابۍ او فلاح ته اميد لرلې شي. په قرآن کښې راتلونکي ته د اميد بنياد د فضائل حاصلول او د بديو پرېښودل دي. دنيا د انسان لپاره د آزمائش ځاے او د آخرت په خاطر د توښې د ترلاسه کولو لپاره يو فرصت دے. انسان به د خپلو ښو عملونو اجر ضرور مومي او د خپلو بدو عملونو سزا به هم ويني. له بلې خوا په دې حقيقت باندې ايمان چې د خلقت نړۍ د الهي عدل په بنياد شتون لري، د تقوا سبب کيږي او تقوا هم د نجات سبب کيږي. په قرآن مجيد کښې په ځلونو زېرے ورکړے شوے دے چې ښه عاقبت متقيانو لره دے. متقيانو ته هم زېرے ورکړے شوے دے چې په آخرت کښې به د جنت په باغونو او زياتو نعمتونو کښې شتون ولري او له هغه څه چې خپل پروردګار ورته عطاءکوي ښاد او خوشحاليږي.
په قرآن کښې ټول هغه اولس موردونه چې د پېغمبرانو د تبشير او انذار په اړه په خپلو کښې سره ذکر شوي دي په ديارلسو موردو کښې زېرے په ويرې باندې مقدم ګرځېدلے دے.ځينې دغه تقدم او وړومبيتوب د دې نښه بولي چې د خداے پاک اصلي مقصد زېرے ورکول دي. په هر حال هغه څه چې معلوم دي دا دي چې د زېري ورکولو او ويرولو دود د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) د رسالت ملغلره ګڼل کيږي او له دې امله په مکي او مدني دواړو دورانونو کښې يې دوام موندلے دے او د پېغمبراکرم (ص) د تربيتي هدف او طريقې په توګه يې يادونه شوې ده.
---------------