چین د امریکا ادعا په کلکه رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89726-چین_د_امریکا_ادعا_په_کلکه_رد_کړه
ایرنا خبري اژانس وايي د چین خارجه وزارت وویل د هغه څه په اپوټه چې په امریکا کښې ویل کیږي پیکینګ د واشنګټن کورنیو مسائیلو ته له ورننوتلو سره هیڅ دلچسپي نلري .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 01, 2020 13:26 Asia/Kabul
  • چین د امریکا ادعا په کلکه رد کړه

ایرنا خبري اژانس وايي د چین خارجه وزارت وویل د هغه څه په اپوټه چې په امریکا کښې ویل کیږي پیکینګ د واشنګټن کورنیو مسائیلو ته له ورننوتلو سره هیڅ دلچسپي نلري .

د چین د باندنیو چارو وزارت نن په یوې(۱) خبر پانه کښې وویل مونږ د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په شمول د دغه هیواد په کورنیو مسائیلو کښې له لاسوهنې سره هیڅ دلچپسي نلرو او له واشنګټن هم غواړو چې په چین باندې د تور له لګولو ډډه وکړي .

دغه بیانیه د امریکا د ولسمشر ټرمپ وروستیو څرګندونو ته د چین  نوی غبرګون دی چې ویلي یې وو چین د راتلونکي نوامبر میاشتې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې زما  د بایلل کیدا غوښتونکی دی .

ټرمپ ویلي وو  چین د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند د کاندید جو بایډن د بریالیتوب غوښتونکی دی چې په پیکینګ دباونه کم شي .

واک ته د ټرمپ له رسیدا وروسته له چین سره د امریکا اړیکې ډیرې خرابې شوي دي او د هغه حکومت له یوې خوا له پیکینګ سره تجارتي جنګ پیل کړی او له بلې خوا له ډیرو نړیوالو موافقو وتلی او په پوځي او سیاسي برخو کښې یې له ټایوان سره اړیکې پیاوړي کړي داسې موضوع چې چین یې غوسه کړی دی .