کورونا ویروس د ایټالیا ۲۸۰۰۰ ښاریز وژلي
زمونږ خبریال وايي په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کې په کورونا ویروس د نورو دوه سوه نهه شپیته (۲۶۹) ککړو کسانو په وژل کیدا سره په ایټالیا کې د دغه ناروغۍ د قربانیانو شمیر څه د پاسه اتویشت زره (۲۸۰۰۰) کسانو ته ورسید .
د ایټالیا حکومت بیګا وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کې کښې په دغه هیواد کښې په کورونا ویروس یوزر نهه سوه پینځه شپیته (۱۹۶۵) نور کسان ککړ شوي او له کبله یې دوه سوه نهه شپيته (۲۶۹) مړه شوي هم دي .
په نویو شمیرنو سره په ایټالیا کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو شمیر دوه لکه اوه زره څلور سوه اتویشتو (۲۰۷۴۴۲۸) او د مړو شویو کسانو شمیر هم اتویشت زره دوه سوه شپږدیرشو (۲۸۲۳۶) ته رسیدلی دی .
ایټالیا حاضردمه په اروپايي هیوادونو کښې د کورونا ویروس له کبله د مړو شویو کسانو زیات شمیر لري .
په ټوله دنیا کې په کورونا ویروس څه دپاسه درې میلیونه او درې لکه درې شپیته زره کسان ککړ شوي چې یو میلیون او نهه شپیته زره ترې ښه شوي او کابو دوه لکه اوه دیرش زره کسان هم مړه شوي دي .