د امريکې په ري پبلکن ګوند کښې د درز نښې نښانې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89859-د_امريکې_په_ري_پبلکن_ګوند_کښې_د_درز_نښې_نښانې
د امريکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د سياليو د اصلي موسم په نزدې کېدو سره په ري پبلکن ګوند د ټرمپ نيوکې زياتې شوې دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 05, 2020 14:37 Asia/Kabul
  • د امريکې په ري پبلکن ګوند کښې د درز نښې نښانې

د امريکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د سياليو د اصلي موسم په نزدې کېدو سره په ري پبلکن ګوند د ټرمپ نيوکې زياتې شوې دي.

د امريکې ولسمشر په ترټولو وروستي اقدام کښې د خپلو ټوئيټونو په لړۍ کښې په ري پبلېکن ګوند کښې خپل مخالفين تش په نامه ري پبلېکان ونومول و وې ليکل: « هغه کسان چې يوازې د ري پبلېکن د نوم لافې وهي ، دولس کاله وړاندې يې سخته ماتې وخوړه او يو ځل يې بيا اته کاله وړاندې ماتې تجربه کړه او بيا څلور کاله مخکښې يې له ما څخه د هغه يو کس په توګه چې په اول ځل مې د سياست مېدان ته رادانګلي وو سخته ماتې وخوړه.» ټرمپ همدارنګ دغه کسان له ځان څخه د انتقام اخېستلو لپاره په کوشش تورن کړل.

د خپل ګوند په کسانو باندې د ټرمپ دغه بې مخينې نيوکه د امريکې د 2020 روان کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ګډون لپاره په رسمي توګه د هغه د انتخاباتي کمپېن له شروع کېدو نه يوه ورځ پس اوشوه. ټرمپ کوشش کوي چې د ري پبلېکن ګوند ټول قوت د نومبر د مياشتې په سختو انتخاباتو کښې د ځان لپاره راغونډ کړي. خو داسې ښکاري چې د هغه د حکومت په کارکردګۍ باندې په تېره بيا د کورونا وائرسو د خپرېدو په وجه د رامنځته شوي بحران په وړاندې د نيوکو په زياتېدو سره په ري پبلېکن ګوند کښې د ځينو شخصيتونو او اړخونو ترمېنځ له ټرمپ څخه د ملاتړ په اړه شکونه او ترديدونه زيات شوي دي.ټرمپ د حکومت د مشر او د هېواد د ترټولو لوړ چارواکي په توګه د امريکې د دې ورځو د سياسي، اقتصادي او اجتماعي تاوتريخوالي په وړاندې ذمه وار پېژندل کيږي او همدې موضوع په تېره بيا د هغه د خپل ګوند د کسانو په شمول د ولسمشر په خلاف نيوکې رابرسېره کړي دي.

د مېري لېنډ ري پبلېکن ګورنر او د امريکې د ګورنرانو د ملي انجمن مشر لېري هوګن وائي: «د سپينې ماڼۍ چارواکي يوه نوې خبره کوي. داسې ښکاري چې د هغوي پېغامونه هره ورځ بدليږي او کله کله په يوه ورځ کښې دغه پېغامونه څو ځل بدلون پېدا کوي.»

دغو متناقضو او ناکارآمدو چلندونو د ټرمپ او د ري پبلېکن ګوند په محبوبيت باندې منفي تاثير کړے دے. اکثره سروې ګانې د کورونا د بحران له شروع کېدو نه په وروستو هفتو کښې د ترمپ د محبوبيت د کمېدو ښودنه کوي. همدارنګ د اکثرو سروې ګانو له مخې د امريکې د روان ميلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتوکښې په مهمو ايالتونو کښې له ټرمپ څخه د ډېموکرېټانو د احتمالي نامزد جوبائيډن د وړاندې کېدو ښودنهکوي چې که په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر همدغه شان مخ په زياتېدو وي او د کار د تقاضا کونکو تقريباً دېرش ميلن خلقو د بې روزګارۍ بحران کم نه شي نو نه يوازې  به ټرمپ د ولسمشرۍ په انتخاباتوکښې ماتې وخوري بلکه  ري پبلېکنان به د سېنټ اکثريت هم له لاسه ورکړي.

دا موضوع له دې امله هم اهميت لري چې ټرمپ د امريکې په ځينو برخو کښې د قرنطينې په شمول له روغتيائي تدابيرو سره له مخامخېدو او د ذمه وارۍ له پيټي څخه د تېښتې لپاره افراطي ډلو او ملېشو ته لوري ته مائل شوے دے. له هغو کسانو څخه د ټرمپ پرله پسې ملاتړونه چې د قرنطينو په خلاف مظاهرې کوي او حتی په وسلو سره يې د ګورنرۍ په ځينو ماڼيو قبضې کړې دي د ګوند د مېنځ پالي اړخ لپاره د خطر ټالۍ وهلې ده.دغه اړه کوشش کوي چې له دې مخکښې چې ناوخته شي، خپل صف له ټرمپه بيل کړي يا دا چې لږ تر لږه د ټرمپ د حکومت په ځينو سياستونو باندې د نيوکې په دريځ کښې راشي. هغوي هيله من دي چې په دې فېصلې سره په راتلونکي کښې له سترو ماتو څخه ځانونه بچ کړي، يوه داسې تګلاره چې د ري پبلېکن ګوند په خلاف يې د ټرمپ قهر راپارولے دے.

---------