امریکا د ملکي وګړو د وژلې په هکله دروغ وايي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89992-امریکا_د_ملکي_وګړو_د_وژلې_په_هکله_دروغ_وايي
زمونږ خبریال وايي د بښنې نړیوالې موسسې ایمنیسټي اینټرنیشنل (Amnesty International) وویل د امریکا دفاع وزارت پینټاګان د افغانستان د پاکستان او د عراق په شمول د سیمې په هیوادونو کښې په خپلو هوايي بریدونو کښې د وژل شویو کسانو د شمیر په هکله دروغ وايي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2020 07:26 Asia/Kabul
  • امریکا د ملکي وګړو د وژلې په هکله دروغ وايي

زمونږ خبریال وايي د بښنې نړیوالې موسسې ایمنیسټي اینټرنیشنل (Amnesty International) وویل د امریکا دفاع وزارت پینټاګان د افغانستان د پاکستان او د عراق په شمول د سیمې په هیوادونو کښې په خپلو هوايي بریدونو کښې د وژل شویو کسانو د شمیر په هکله دروغ وايي .

د بښنې نړیوالې موسسې په یوه (۱) ټویټر پیغام کښې وویل د امریکا دفاع وزارت پینټاګان د واشنګټن په هوايي بریدونو  کښې د وژل شویو ملکي وګړو د شمیر په هکله دروغ وايي او په دې هکله د دقیق شمیر له وړاندې کولو ډډه کوي .

په افغانستان ، پاکستان او عراق کښې د امریکا په هوايي حملو کښې هرکال په زرګونو ملکي وګړي مړ کیږي یا ژوبلیږي .

که څه هم  د امریکا حکومت له ترهګرو سره مبارزه د دغو حملو پلمه اعلانوي خو د بشري حقوقو نړیوالې ادارې واشنګټن د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کښې د بشري حقوقو خلاف ورزۍ کونکی او د تاوتریخوالي او د ترهګرۍ اصلي ملاتړی معرفي کوي .