ټماټر یا سره بانجان د سړیو لپاره ګټه لري
زمونږ خبریال وايي سره بانجان د سړیو لپاره ډیرې ګټې لري .
ټماټر یا سره بانجان سبزي په هر کور کښې استعمالیږي چې ډیرې ګټې هم لري خو اوس سائنس پوهانو په نوي تحقیق کښې د سړیو لپاره د سرو بانجانو داسې حیرانونکي ګټې په ګوته کړي دي چې تاسو به هم اوس هره ورځ په خپلو خواړو کښې ټماټر شامل کړئ .
د انګلستان د شیفیلیډ پوهنتون سائنس پوهانو ویلي دي چې ټماټر یا سره بانجان چې بانجان رومي هم ورته ویل کیږي د سړیو د مني د کیفیت د ښه کولو لپاره ډیره ګټه لري .
که چیرې څوک هره ورځ ټماټر وخوري نو د مني کیفییت یې پنځوس (۵۰) فیصده ښه کیږي .
د انګلستان سائنس پوهانو د سړیو لپاره د ټماټر د ګټور کیدا وجه دا ده چې په هغو کښې لیکوپین ( Lycopene) ماده شته چې له کبله یې د سرو بانجانو رنګ سور وي .
په دغه تحقیق کښې سائنس پوهانو لیکوپین ماده په ګولیو کښې شامله کړه او اتویشتو (۲۸) سړیو ته یې هره ورځ دوې (۲) ګولیانې ورکړې .
درې (۳) میاشتې وروسته کله چې د دغو اتویشتو (۲۸) سړیو د منې د کیفیت ازموینه وشوه نو د هغوې مني د تیر وخت په نسبت پنځوس (۵۰) فیصده متحرکه او صحت منده شوي وه .