د امیرالمومنین امام علي علیه السلام د شهادت تسلیت وایو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90079-د_امیرالمومنین_امام_علي_علیه_السلام_د_شهادت_تسلیت_وایو
د رمضان د میاشتې یوویشتمه نیټه د امام علي علیه السلام د شهادت کلیزه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2020 01:17 Asia/Kabul
  • د امیرالمومنین امام علي علیه السلام د شهادت تسلیت وایو

د رمضان د میاشتې یوویشتمه نیټه د امام علي علیه السلام د شهادت کلیزه ده.

د څلویښتم هجري قمري کال د روژې د مبارکې میاشتې د نولسمې ورځې په سهار د ابن ملجم مرادي په نامه د خوارجو د ډلې بدبخته کس په داسې حال کښې چې امام علي علیه السلام د کوفې په جومات کښې د سهار د لمانځه امامت کوه، په خپلې زهرجنې تورې سره د هغوي په مبارک سر باندې ګوذار وکړ.

حضرت امام علي علیه السلام د ګوذار له خوړلو له امله سخت زخمي شو او دوه ورځې پس یعنې د رمضان په یوویشتمه نیټه شهید شو.

نو مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب، د روژې په دې مبارکه میاشت کښې د ټولو مسلمانانو د عبادتونو او طاعتونو د قبلیدو په آرزو سره، د وړومبني معصوم امام او د نړۍ د عدالت غواړو د مخکښ حضرت علي علیه السلام د شهادت تسلیت وایو.